د افغانستان دفاع وزارت دغه هېواد ته له سوریې نه د داعش وسله والو د راتګ ادعاوې او اندېښنې بې بنسټه بولي.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هر هغه هېواد چې په دې اړه اسناد لري نو له افغان حکومت سره دې شریک کړي.
نوموړې زیاته کړه:
"دا چې دوی اندېښنه ښودلې يا ادعا یې کړې ده، داسې کوم سند وجود نه لري، هر هغه هېواد چې د داسې مسایلو په اړه ادعاوې کوي هغوی دې په اړه موږ سره سند شریک کړي،د سیمه ییز او نړیوال ترورېزم په وړاندې مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت دی، موږ له هېوادونو غواړو د دې پرځای چې ورته ادعاوې وکړي، موږ سره دې د ترورېزم په ځپلو کې ګډې هلې ځلې وکړي."
ښاغلی جاوید وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د داعش په ګډون د ټولو تروریستي ډلو په وړاندې په مېړانه جنګېږي او هېڅ يوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په نورو هېوادونو بریدونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چار وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو د درې اویایمې عمومي غونډې په څنډه کې يوې خبري ناستې ته ویلي چې داعش وسله وال د سوريې له ادلب نه نورو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان ته انتقالېږي چې دغه موضوع دوی ته د د منلو وړ نه ده.
ښاغلي لاوروف زیاته کړې چې روسیه به اجازه ورنه کړي چې دغه جنګیالي افغانستان يا نورو ځایونو ته انتقال شي.
د نوموړي په خبره تروریستان باید یا له منځه يوړل شي او یا هم محاکمې ته وسپارل شي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د زیاترو ځانمرګو بریدونو او تروریستي حملو مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخېستی او يو شمېر افغان کارپوهانو او د ولسي جرګې غړو په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
داعش یا د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې شااوخوا درې کاله وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې سر راپورته کړ او دا مهال له ختیځو ولایتونو سربېره په یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم فعالیتونه لري.
خو له دې ټولو سره سره د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې له سوریې نه افغانستان ته د داعش وسله والو راتګ له حقیقت نه لرې خبره ده او په دې اړه د روسیې ادعاوې د امریکا سره د اختلافاتو زېږنده ده.
د پوځي چارو افغان کارپوه باري عارض وویل:
"له بده مرغه باید ووایم چې په دې وروستیو کې د امریکا او روسیې ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي،روسیه د داعش له نوم نه د يوې وسیلې په توګه کار اخلي، په هره هېواد کې چې د دوی د ګټو موضوع رامنځته شي دوی بیا د داعش موضوع راپورته کوي او مشخصو هېوادو ته اشارې کوي او هغه هم پرته له کوم اسنادو او دلایلو."
دا لومړی ځل نه دی چې روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې په اړه داسې ادعاوې کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم دغه هېواد په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې، خو افغان حکومت تل دغه ادعاوې رد کړي او په دې اړه اندېښنې یې بې ځایه بللي دي.
راپور: محمد واصل وصال