د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

عبدالله عبدالله: د جګړې له لارې د طالبانو بریالیتوب ناشونی دی


د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس په افغانستان کې د جګړې له لارې د طالبانو بریالیتوب ناشونی بولی.

عبدالله عبدالله چې دا مهال په ممبۍ ښار کې د افغانستان او هند ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ په نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره هند ته تللی دی، له رویټرز خبري آژانس سره په یوې ځانګړې مرکې کې دا خبره کړې ده:

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

"که دوی په دې هیله د تاوتریخوالي لارې ته دوام ورکوي چې له دې لارې به بریالي شي، دا کار به ونه شي، د افغانستان خلک په هېواد کې د طالبانو د فکر رایجولو پر خلاف دي، خو په عین حال کې خلک په دې پوهېږي چې که طالبان تاتریخوالی پرېږدې او له تروریستي کړیو سره اړیکې پرې کې او یوه سیاسي بهیر ته ننوځي، دا به د هېواد په ګټه وي."

ښاغلي عبدالله په دې مرکې کې چې نن پنجشنبه خپره شوې دا هم ویلي چې د سولې خبرو په تړاو د حکومت دریځ پر خپل ځای دی، خو وایي، په عین حال کې حکومت د امنیتي ستونزو مهارولو او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته هم اړتیا لري.

د حکومت اجرائیه رئیس دغه راز له افغان امنیتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ هم مهم وباله او وایي، خلک د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او حکومت باید د ځواکونو او خلکوتر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

افغان طالبان
افغان طالبان

عبدالله عبدالله یو وار بیا له افغانستانه بهر د وسله والو مخالفینو پناه ځایونو ته په اشارې وویل:

"ځیني عوامل شته لکه له افغانستانه بهر د دغو ډلو پناهځایونه چې موږ باید مقابله ورسره وکړو او موږ په دې اړه له ګاونډیو هېوادونو او هم د نړیوالو متحدینو له لارې چې کولی شي په دې برخه کې مرسته وکړي، کار کوو."

پر بهرنیو عواملو سربېره، ښاغلي عبدالله په افغانستان کې دننه هم د بېلابېلو ادارو ترمنځ د استخباراتي اړیکو پیاوړتیا مهمه وبلله.

نوموړي پر غزني ولایت د طالبانو د اګست د میاشتې بریدونو ته په اشارې وویل چې د موثقو استخباراتي معلوماتو کموالی د دې ستونزې لامل شو.

تر دې څرګندونو یوه ورځ دمخه د افغانستان ولسمشر په هېواد کې د وروستیو ناامنیو په غبرګون کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته مخه کړې ده.

محمد اشرف غني ویلي د راتلونکو پېښو مسؤلین به هغه کسان وي چې اوربند یې نه دی منلی.

افغان ولسمشر د اګست پر شلمه نېټه د وسله والو طالبانو پر وړاندې د دریو میاشتو لپاره مشروط اوربند اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG