د امریکا دفاع وزیر جيمز مټېس د افغان سولې او جګړې سربېره پر مهمو مسایلو له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې وکړې.
د امریکا دفاع وزیر جيمز مټېس او لوی درستیز جوزف ډانفورډ په افغانستان کې د سولې او جګړې د ارزونې په هدف، د جمعې په ورځ کابل ته سفر وکړ.
که څه هم دغه سفر له وړاندې نه و اعلان شوی، خو دغه لوړ پوړي امریکايي پلاوي په ولسمشر محمد اشرف غني سربېره، له افغان چارواکو سره وکتل.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دواړو لوریو د سولې د بهير، د جنوبي اسيا لپاره د امریکا د ستراتيژۍ د مثبت اغېز، راتلونکو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو، ترورېزم پر وړاندې مبارزه او له پاکستان سره د اړیکو پر څرنګوالي خبرې وکړي.
نوموړي وویل:
"مشخصاً د سولې په اړه چې کومه برنامه افغان حکومت لري او د افغان حکومت په مالکیت او مشرۍ مخ ته ځي او د امریکا په ګډون چې نور هېواونه همکاري کوي، په هغې بحث وشو، دغه اقدامات مثبت ارزیابي شول او امیدواري شته چې په نېږدې راتلونکې کې ملمسو او ښو نتایجو ته ورسېږو."
د ښاغلي چخانسوري د معلوماتو له مخې، د امریکا دفاع وزیر ژمنه وکړه چې متحده ایالات به په افغانستان کې د دایمې سولې او ثبات تر ټینګښت له افغانانو سره خپلو مرستو دوام ورکړي.
د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې په ورستیو کې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې پراخې کړې دي.
وړاندې د امریکا د دفاع وزیر خبریالانو ته ویلي چې دی د سولې وروستیو هڅو ته هیله مند دی او په کابل کې د امریکا سفارت د سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې چټکې کړې دي.
افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر له سفر وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو اسلام ته سفر درلود چې د افغان سولې او جګړې په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
د سولې لپاره د هڅو په دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان او عراق کې خپل پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د افغانستان په مسایلو کې د ځانګړي سلاکار او استازي په توګه وګماره او یوه اوونۍ وړاندې سکاټ میلر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د نوي قوماندان په توګه خپله دنده پیل کړه.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا هڅو ته هیله مند دي.
د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي وایي:
"د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د سولې او اوربند په ټینګېدو او همدا راز د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې خپل مهم رول لوبولی شي، امریکا همدا راز د دې توان لري، ترڅو پر هغو هېوادونو چې د ترورېزم ملاتړ کوي، فشار راوړي چې په نتیجه کې به یې په افغانستان او سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي."
د ښاغلي مجیدي په خبره، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا هڅې هغه مهال مثبته نتیجه ورکولای شي چې پر پاکستان خپل فشارونه جاري وساتي.
محمد حدیث پردېس
پخواني معلومات:
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس نن جمعه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري ويلي چې د سولې د بهير، د جنوبي اسيا لپاره د امریکا د ستراتيژۍ د مثبت اغېز، راتلونکو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو، ترورېزم پر وړاندې مبارزه او له پاکستان سره مذاکرات د دوی د خبرو موضوعات وو.
امریکا یو کال مخکې د افغانستان په اړه یوه داسې ستراتیژي خپله کړه چې له مخې یې پر وسله والو طالبانو د بریدونو پر زیاتولو او افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو په استولو سره فشار راوړل کېږي چې طالبان د سولې خبرو ته غاړه کېږدي، خو دې ستراتیژۍ تر اوسه پورې خبرو ته د وسله والو په چمتو کولو کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
پخواني معلومات:
د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټېس نن په یو ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلی او ټاکل شوې چې دغلته له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ناټو له نوي قوماندان سره وګوري.
راپورونه وايي چې نوموړی به له طالبانو سره د خبرو په اړه له افغان چارواکو سره بحثونه وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو یو کال مخکې د افغانستان په اړه یوه داسې ستراتیژي خپله کړه چې له مخې یې پر وسله والو طالبانو د بریدونو پر زیاتولو او افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو په استولو فشار راوړل کېږي، څو د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
خو دې ستراتیژۍ تر اوسه پورې خبرو ته د وسله والو په چمتو کولو کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
د امریکا له دفاع وزیر سره په دې سفر کې د ناټو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزیف دانفورډ ملګری دی.
مټېس په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې د سپټمبر په دوهمه دغلته نوي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ میلر ته په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت قومانده وسپارل شوه.