د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۵ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۱۷

ولسمشر غني: افغان ځواکونو تعرضي حالت نیولی


د افغانستان ولسمشر په ننګرهار کې د پرونۍ خونړۍ حملې په غبرګون وویل چې د افغانستان ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته مخه کړې او پر وسله والو مخالفینو به بریدونه لا سخت شي.

د محمد اشرف غني دا تازه څرګندونې داسې مهال شوي چې د ننګرهار چارواکو نن تائید کړه چې د مومند درې په پرونۍ خونړۍ پېښه کې ۶۸ تنه وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپیان دي.

تر اوسه ددې حملې مسولیت چا نه دی منلی.

ولسمشر غني نن په ارګ کې په یوې وینا کې وویل:

"دا حملې ښیې چې دښمن زموږ پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د بریدونو توان نه لري او ټول پام یې ملکي افرادو ته ګرځولی، موږ مجبور یو او ددې توان لرو چې د دښمن د دغسي اعمالو له کبله له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته ولاړ شو، بله چاره نشته، تعرضي حالت شروع شوی او په دې څو ورځو کې زموږ ځواکونو لویې لاسته راوړني درلودلي او لا به هم تعرضي حالت چټک شي."

ولسمشر غني زیاته کړه چې افغانان له جګړې ستړي شوي او په وینایې هغه کسان چې اوربند یې نه دی منلی، د راتلونکو پېښو مسولین به وي.

تر دې وړاندې افغان ولسمشر د اګست پر شلمه نېټه د وسله والو طالبانو پر وړاندې د دریو میاشتو لپاره مشروط اوربند اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG