د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۰ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۱۴

ولسمشر غني افغان پوځ ته د تعرضي حالت امر وکړ


په ننګرهار، دشت برچي او د افغانستان په نورو سیمو کې پر ملکي وګړو د پرلپسې حملو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته لارښونه کړې چې د وسله والو مخالفینو پرضد له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت اختیار کړي.

ښاغلي غني چې د چهارشنبې په ورځ يې په هېواد کې د وروستیو حملو په تړاو یو شمېر عامو افغانانو او قومي مشرانو ته خبرې کولې وویل د اوربند غږ يې ځکه نه دی اورېدل شوی چې په هېواد کې پر جنګېدونکو جنګیالیو بهرنی فشار موجود دی.

غني:د جنګ د زیاتېدو مسولیت پر هغو ده چې اوربند يي ونه مانه
غني:د جنګ د زیاتېدو مسولیت پر هغو ده چې اوربند يي ونه مانه

نوموړي زیاته کړه:

"موږ مجبور یو او د دې توان لرو چې د دښمن د دغسې اعمالو له کبله له دفاعي حالت څخه تعرضي حالات ته ولاړ شو، د جنګ د زیاتېدو مسؤلیت پر هغو دی چې اوربند يې ونه مانه اما په دې باید پوه شي چې کله په ماشوم، مېرمنو سپین ږیرو او عامو خلکو حملې کېږي زما وظیفه دا ده چې ځواب ورکړم."

دی وايي، له دشت برچي نه تر ننګرهار او تر بلې هرې سیمې حملې ښيي چې مخالفینو ټوله پاملرنه د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته اړولې.

افغان ولسمشر وايي، پر ملکي وګړو حملې له دې کبله کېږي چې وسله والو مخالفینو د افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان بایللی.

د ده په وینا د دغو حملو څخه هدف دا دی چې ملي وحدت او مذهبي ثبات زیانمن کړي.

ولسشمر غني نږدې یوه میاشت وړاندې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۹۹ کالیزې په یوه لمانځغونډه کې په مشروط ډول تر مېلادالنبي چې دری میاشتې کېږي د اوربند اعلان وکړ، خو ویل کېږي چې وسله والو طالبانو په دې موده کې د اوربند پر ځای جګړې تېزې کړي.

خو ولسشمر غني داسې مهال پر وسله والو مخالفینو د تعرضي حملو امر کوي چې د تېرې یوې اوونۍ راهیسې په کابل او ننګرهار کې د انتحاري حملو له کبله لسګونه عام وګړي وژل شوي دي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل د دشت برچې د پهلوانۍ په یوه کلب دوه غبرګو انتحاري حملو کې د لوبغاړو او دوه خبریالانو په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول او نږدې سل نور ټپیان وو.

کورنیو چارو وزارت: دشت برچي کې انتحاري حملو ۲۶ تنه وژلي او ۹۱ نور ټپيان دي

له هغې نېږدې یوه اونۍ وروسته پرون د سې شنبې په ورځ د ننګرهار د مومند درې په ولسوالۍ کې په لاریون کوونکو انتحاري حملې ۶۸ تنه وژلي او۱۶۵ نور ټپیان دي.

د ننګرهار چارواکي: د مومند درې د تېرې ورځې انتحاري حمله کې ۶۸ تنه وژل شوي

افغانستان دا وخت د طالب او داعش جنیګالیو له ګواښ سره مخ دی خو طالبانو بیا د دغو دواړو حملو مسولیت رد کړی دی.

له دې سره د امنیتي چارو کارپوه باري عارض وايي، افغانستان له یوه خاص حالت څخه تېرېږي او باید د سولې تر څنګ د هېوادوالو دفاع ته هم جدي تدابیر موجود وي.

باري عارض
باري عارض

عارض زیاته کړه:

"دا چې جنګ شدت اختیار کړی او په دې وروستیو کې انتحاري حملو ډېره مرګ ژوبله رامنځته کړي نو ځکه اړتیا ده چې په اخرین درجه اقدامات ونیسي، دغې وضعیت ته په کتو که شدت اختیار نشي د عذر او زاری سیاست څه نتیجه نه ورکوي."

دی وايي افغان حکومت په داسې موقف کې دی چې باید د سولې د هڅو سره په جنګېدونکو ډلو د جنګ کړۍ هم راټنګه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG