د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

کابل: مرسته کوونکي سازمانونه دې له وچکالۍ ځپلو سره مرستې زیاتې کړي


له ناامنۍ سره په خوا کې وچکالي د افغانستان په یوې بلې لوې ستونزې بدله شوې ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې سږ کال د تېر کال په پرتله په افغانستان کې ۶۱ سلنه ورښتونه کم شوي، په همدې خاطر له مرسته کوونکو هېوادونو غواړي چې د افغانستان له وچکالۍ ځپلو سره مرسته وکړي.

دا وزارت زیاتوي، که څه هم له کورنیو امکاناتو له وچکالۍ ځپلو سره مرسته شوې ده، خو بسنه نه‎کوي.

د دغه وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په‎دې برخه کې له مرسته کوونکو سازمانونو وغوښتل چې له وچکالۍ ځپلو سره مرستې زیاتې کړي.

محمد اسلم سیاس
محمد اسلم سیاس

نوموړی وايي:

"له دې سره په‎خوا کې چې موږ هڅه کړې د دولت د بودجې له کورنیو امکاناتو استفاده وکړو، له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې په‎دې برخه کې مرستې زیاتې کړي، څو وچکالي او نورو اړخونو ته یې رسیدنه وشي."

د دغه وزارت چارواکي وايي چې په درې کټه‎ګوریو کې له وچکالۍ ځپلو سره مرستې شوې دي:

  • په هغه ولایتونو چې ډېر وچکالۍ ځپلي وو، د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې بېړنی پلان ورکې پلی شوی.
  • ۲۰ زیانمنو ولایتونو ته د خوراکي توکو او حيواني وښو د وړلو پلان.
  • درېیم پاتې پلان به په نېږدې راتلونکې کې عملي شي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم‎غږۍ دفتر یا «اوچا» په یوه تازه راپور کې ویلي چې د جګړې په پرتله وچکالۍ ډېر افغانان کورنیو پرېښودو ته اړ کړي.

د دغه دفتر د شمېرو له مخې د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه ۲۷۵ زره افغانان د افغانستان له اکثره ولایتونو د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي، په‎داسې حال کې چې په همدې موده کې د ناامنیو له امله د بې ځایه شوېو شمېر ۲۲۳ زره تنه دی.

په تازه راپور کې راغلي چې د وچکالي له امله یوازې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې ۱۲۰ زره تنه د بادغیس او کندهار له ولایتونو بې ځایه شوي دي.

د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو په اساس ۲۰ ولایتونه له هغې ډلې غور، بادغیس، فاریاب، سمنګان، جوزجان، هلمند، کندهار، ارزګان او زابل د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

دغه وزارت وايي چې د تېر کال په پرتله روان کال ۶۱ په سلو کې ورښتونه کم شوي دي.

په ورته وخت کې د چاپیریال ساتنې د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، افغان حکومت باید اقلیمي بدلون ته په خپلو مړیتوبنو کې ځای ورکړي.

ولي مدقق
ولي مدقق

د دغو کارپوهانو له ډلې ولي مدقق ازادي راډیو ته وویل:

"دولتي ارګانونه باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي چې د اوبو له زیات لګښت نه ډډه وکړي، اوبه ټولو ته ورسوي، په ټوله کې د وچکالۍ د ستونزې اساسي حل‎لاره د اوبو مدیریت دی."

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان راپور ورکړی وو چې ۴،۲ میلیونه افغانان د ناامنیو، طبعي افاتو او د دوامدارې وچکالۍ له امله بې‎ځایه شوي چې بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي مدقق خبرداری ورکوي چې وچکالۍ د ډېری افغانانو ژوند ګواښي او که بېړنۍ مرسته ورته ونه رسېږي، بشري ناورین به رامنځته شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG