د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۹

رحیمي: د ښه امنیت په خاطر کابل ښار پر څلورو امنیتي زونونو ویشل کېږي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر غني د لارښوونې له مخې د لا زیاتو امنیتي تدابیرو لپاره کابل په څلورو امنیتي زونونو ویشي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغې طرحې له مخې به تر ګواښ لاندې سیمې درجه بندي شي او یوه پر پر بلې پسې به لکه د کابل د زړه په څېر چې ګرین زون يي بولي امنیتي تدابیر ونیول شي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره به خبرو کې دا کار د کابل د اوسېدونکو د امنیت د ټینګښت په برخه کې اغېزمن وګاڼه.

افغان پولیس
افغان پولیس

نوموړي زیاته کړه:

"د جلالتماب ولسمشر هدایت دا دی چې لا زیات امنیتي تدابیر ونیول شي، دا وخت دری واړه امنیتي ارګانونه په ګډه کار کوي چې کابل په څلورو زونونو وویشل شي او هغه سیمې چې ډېرې تر ګواښ لاندې دي هغه به تقسیم بندي کېږي چې وکولای شي د کابل ښاریانو لپاره ښه امنیت ونیسي."

ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د کابل د لوېدیځې سیمې د ځینو اوسېدونکو سره په ناسته کې دې موضوع ته اشاره وکړه.

دا ناسته د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د پرلپسې حملو او دغه شان د عاشورا مراسمو د ښه امنیت په خاطر په ارګ کې جوړه شوې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د ملي امینت ریاست له دې وړاندې د کابل لپاره ځانګړی امنیتي پلان هم جوړ کړی وو چې ویل کېږي د زونونو په چوکاټ کې به عملي شي.

ولسمشر غني ویلي ګواښونو ته په کتو د امنیت په خاطر اوسني اقدامات کافي نه دي او باید لا کار وشي.

کابل ۱۷ امنیتي حوزې لرلې، خو په دشت برچې کې لوړ ګواښونه لا د مخه د دې لامل شوي چې هلته ۱۸ امنیتي حوزه هم اضافه شي.

په تر ټولو وروستۍ پېښه کې چې د تېرې چهارشنبې په ماښام په دغه سیمه کې د میوند په نوم پر یو ورزشي کلب وشوه ۲۶ تنه ووژل شول او له ۹۰ ډېر ټپیان شول.

خو پوښتنه داده چې د د دومره حوزو او د کابل د ګارنېزیون په موجودیت کې د څلورو امنیتي زونونو رامنځته کول د امنیت د ښه کېدو لپاره څومره اړین او پر ځای اقدام دی؟

د امنیتي چارو کارپوه حی ګل سلیمانخېل د دې دا اقدام هرکلی کوي خو وايي، دا هغه مهال ګټور تمامېدلای شي چې ورځني راپورونه يې واورېدل شي:

"پراختیا ته په کتو په دې حوزو باندې کنټرول سخت دی خو که په زونو تقسیم شي او کنټرول شي زما په نظر بهتره خبره ده خو په نظامي برخه کې مهم اصل د وظیفې کنټرول او راپور اخیستل دي چې دې ته هم باید ورته پام وشي."

دی وايي، د کابل نفوس زیات او ابادي يې پراخه شوي، ځکه نو که کنټرول ډېرېږي د عسکری د اصولو له مخې ښه نتیجه ورکولوی شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG