د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

المپیک کمېټه: پر ورزشي مرکزونو حملې او د امنیتي ادارو نه‌پاملرنې اندېښمن کړي یو


په کابل کې د میوند په پهلوانۍ کلب انتحاري حملې د ورزشي ادارو او لوبغاړو تُند انتقادونه او اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، د تېرې ورځې په حمله کې داسې کسان هدف ګرځول شوي چې په هېڅ ډلې پورې یې تړاو نه‌درلود او یوې سالمې سیالۍ ته راغونډ شوي وو.

د دغې کمېټې مرستیال باور هوتک د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۵» ازادي راډيو ته وویل، دوی په ورزشي مرکزونو حملو او په‎دې تړاو د امنیتي ادارو نه‌پاملرنې سخت اندېښمن کړي دي.

باور هوتک
باور هوتک

دی وايي:

"له بده‎مرغه دا لومړنۍ حمله نه‎ده، په‎دې مواردو کې امنیتي بنسټونه ډېر کمزوري دي او هېڅ ځانګړي تدابیر نه‎لري، هره ورځ یو نه یو ځای لوبې ترسره کېږي، خو موږ وینو چې هلته امنیتي ادارې هېڅ تدابیر نه‎لري او دغi کار لوبغاړي ډېر ناهیلي کړي دي."

دی وايي، د هرې سیالۍ نه مخکې اړونده حوزې په جریان کې اچول کېږي، خو لیدل کېږي چې امنیتي حوزې لازم اقدام نه‎دي ترسره کړي.

خو د افغانستان د کورنیو وزارت سره له دې چې د خلکو د امنیت خوندیتوب خپل مسؤلیت ګڼي وايي چې د دا شان پېښو مخنیوی ستونزمن کار دی او دوی په‎دې برخه کې خپلې هېڅ ډول هڅې نه‎دي سپمولي.

د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د میوند د پهلوانۍ په کلب کې د چهارشنبې د ورځې په غبرګون انتحاري حملو کې ۲۵ ملکیان چې ورزشکاران، نندارچیان او دوه خبریالان په‎کې شامل دي وژل شوي.

د راپورونو له مخې په‎دغه حمله کې نږدې ۱۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

دا په افغانستان کې پر یو ورزشي لوبغالي او ورزشکارانو لومړنۍ حمله نه‎ده، بلکې له دې وړاندې هم په کابل او ننګرهار کې د کرکټ لوبغالي او په پکتیکا کې د والیبال په میدان کې خونړۍ حملې شوې دي.

د تېرې روژې په میاشت کې د ننګرهار په یوه کرکټ لوبغالي کې درېیو پرله‎پسې حملو اته کسان ووژل او نږدې ۳۰ نور یې ټپیان کړي وو.

له هغې مخکې تېر کال چې په کابل کې د شپږیزو سیالۍ ترسره کېدې پلي حمله کوونکي د کرکټ نړیوال لوبغالي ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړه.

دغې حملې درې کسان ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړي وو.

په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کلونو کې بیا په پکتیکا کې د والیبال لوبغالي د خونړیو حملو شاهد وو.

د خیرکوټ په ولسوالۍ کې د والیبال په لوبه کې چې د سلګونه مینه‎والو له‎خوا بدرګه کېده، د چاودېدونکو موادو ډک موټرسایکل ته انفجار ورکړل شو.

دغې حملې ۱۷ کسان ووژل او ۳۰ نور یې ټپیان کړي وو.

له دې یو کال وړاندې بیا په همدې ولایت کې د والیبال په یوه ټورنمنټ کې انتحاري حملې ۵۷ کسان وژلي وو.

دغو حملو یو شمېر افغان لوبغاړي هم اندېښمن کړي دي.

له دې ډلې محب‎الله عمرخېل او محمد حسن ازادي راډيو ته وویل، د لوبغالو او لوبغاړو هدف ګرځول د دوی په روح او روان بد اغېز کړی دی او د دوی فعالیتونه له خنډ سره مخ کوي.

دوی زیاتوي:

"موږ کله کولای شو چې د ناامنۍ په صورت کې ښې لوبې وکړو، لاسته راوړنې تر لاسه کړو او یا خپلو تمریناتو ته ولاړ شو."

"په هر ځای کې د ناامنۍ ډار دی د حکومت نه زموږ هیله دا ده چې د لوبغالو امنیت ونیسي او د ورزش په هره برخه کې زموږ سره همکاري وکړي."

ښاغلی عمرخېل وايي، په جنګ کې ښکېلو خواوو ته ښايي چې د ملکي وګړو په تېره بیا د ورزشکارانو د ژوند خوندیتوب ته چې ډېر ځله په خپلو بریاوو سره د افغانانو د خوشحالۍ لامل ګرځېدلي او د هېواد نوم‎یې روښانه کړی پاملرنه وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG