د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۵۱

اصف صدیقي: د افغانستان امنیتي بنسټونه د جنګ توان نه لري


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، د امنیتي بنسټونو رهبري د جګړې د مدیریت توان نه لري.

د هېواد د پنځو ولایتونو د مرکزونو د احتمالي سقوط په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته، د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی د امنیتي او دفاعي بنسټونو رهبري کمزورې او ناتوانه بولي.

د دې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولایتونو د سقوط او د مرګ ژوبلې د مخینوي لپاره په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې د رښتینې ارادې تشه لېدل کېږي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

دی وایي:

"په ټوله کې د دایکنډي، بامیانو او پنجشېر ولایتونو پرته، د افغانستان ۳۱ ولایتونه له امنیتي ننګونو سره مخ دي او له بده مرغه چې امنیتي او دفاعي بنسټونه مني چې د دښمن په مقابل کې ناتوانه دي او نه دي توانېدلي چې جګړه کابو کړي، نو مخکې تر دې چې دښمن برید وکړي، باید د دښمن د بریدونو د مخینوي لپاره رښتينې اراده موجوده وي."

ښاغلی صدیقي وايي، د مسلکي مدیرانو نشتوالی، په امنیتي بنسټونو کې نه همغږي، پراخ فساد، د سیمه ییزو چارواکو له خوا د ناسمو امنیتي راپورونو وړاندې کول او په وخت سره د مرکزي حکومت او بهرنیو ځواکونو له خوا نه همکاري، د ښارونو او ولسوالیو د سقوط عمده لاملونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا، کندز، غزني، فراه او فاریاب ولایتونو يو شمېراوسېدونکو او د ولایتي شورا ځينو غړو د يادو ولایتونو د مرکزونو د سقوط خبره کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت دغه اندېښنې پرځای او جدي بللې دي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید رسنیو ته ویلي چې دغه اندېښنې له امریکايي ځواکونو سره شریکې شوي او کله هم چې د طالبانو له خوا کوم احتمالي تحرک وليدل شي، نو د ده په خبره، امریکايي ځواکونه په هوايي برخه کې مرستې ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په غزني ښار ډله ییزه حمله وکړه چې د ښکېلو اړخونو ترڅنګ، ګڼو خلکو ته هم په کې مرګ ژوبله واوښته او د غزني ښار ډېره برخه ویجاړه او د اور د لمبو خوارک شوه.

له دې وړاندې د فراه او کندز ښارونو ځینې برخې هم د طالبانو په لاس سقوط شوې وې او د يو شمېر راپورونو له مخې، لاهم د دغو ولایتونو مرکزونه له ګواښ سره مخ دي.

د ویلو ده چې د بریتانیا دفاع وزیر ویلیاموسن په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې ویلي دي چې بریتانیا د افغانستان سره د جنګي ځواک د پياوړتیا او د هوايي ځواکونو د ظرفیت لوړونې په برخه کې مرستې کوي.

بريتانيا لا دمخه ویلي دي چې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر وروستیو پورې به افغانستان ته ۴۴۰ اضافي سرتېري واستوي.

بل خوا د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي بیا افغانستان ته د دغو سرتېرو راتګ د جګړې د کابو کولو لپاره ګټور نه بولي.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید بیا يوې خصوصي رسنۍ ته د خپلو پخوانیو څرګندونو برعکس وايي چې امنیتي ځواکونه د مخالفینو د ځپلو پوره توان لري او د هېواد هېڅ ولایت له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ نه دی.

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

دی زیاتوي:

"دوی منفي تبلیغات کوي، زموږ امنیتي ځواکونه تیارسئ ولاړ دي او هېڅ نوعه اندېښنه نه لېدل کېږي، زموږ امنیتي او هوايي ځواکونه لا پیاوړي او اضافه شوي دي او هېڅ نوعه لوړ امنیتي ګواښ وجود نه لري."

په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وايي، د امنیتي او دفاعي بنسټونو د رهبرۍ له خوا په پنځو ولایتونو کې د ګواښونو په اړه اعتراف د افسوس وړ دی او دغه چاره به د افغان پوځیانو او خلکو پر روحیې ناوړه اغېز وکړي.

نوموړی وايي، تر کومې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په تعرضي حالت کې نشي او پلان شوي عملیات ترسره نه کړي، تر هغې پورې په امنیتي وضعیت کې ښه والی نشي راتلای.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG