د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۰

د ټاکنو په اړه د ټولو غوښتنو پر منل کېدو د سیاسي ګوندونو ټینګار!

په افغانستان کې ځیني فعاله سیاسي ګوندونه وايي، تر کومه چې د دوی ټولې غوښتنې په تېره هم په انتخاباتو کې د بایو مټریک سیستم نه استفاده ونه‌منل شي، حکومت به د دوی قناعت تر لاسه نه‌کړي.

وروسته له هغې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې سیاسي ګوندونه کولای شي د انتخاباتو له بهیره څار وکړي، دا ګوندونه ټینګار کوي چې په انتخاباتو کې د شفافیت په خاطر يې باید ټولې غوښتنې ومنل شي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند حشمت‌الله ارشد د سیاسي ګوندونو په استازیتوب وايي، که د بایو مټریک سیستم نه استفاده ونه‎شي انتخابات په شفاف ډول نه‎شي ترسره کېدای.

ښاغلي ارشد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۸» ازادي راډيو ته وویل، د ګوندونو غوښتنو ته د نه‌پاملرنې په صورت کې به د دوی اعتراضونه لا پراخ شي.

حشمت الله ارشد
حشمت الله ارشد

نوموړي زیاته کړه:

"یوازې بایو مټریک سیستم کولای شي له پراخو او سازمندهي شویو درغلیو مخه ونیسي، ټول ګوندونه په‎دې اړه پر خپلو غوښتنو ولاړ دي او تر هغه وخته پورې چې عملي نه‎شي تاسې به په ټولو ولایتونو کې د سترو لاریونونو شاهد یئ."

د څو سیاسي ګوندونو غړو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۷» د کابل په څو سیمو کې له دې امله مظاهرې وکړې چې ګوندي غوښتنې يې نه‎دي پوره شوي، دوی ویل چې د دوی مظاهرې به تر ولایتونو هم ورسېږي.

د انتخاباتي نظام بدلون، د انتخاباتو له ټولو پروسو نه د سیاسي ګوندونو څارنه او په انتخاباتو کې له بایو مټریک ټکنالوژۍ نه استفاده د سیاسي ګوندونو له عمده غوښتنو څخه دي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د پنجشنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل چې له انتخاباتو څارنه د سیاسي ګوندونو مسلم حق دی او شرایطو ته په پام کولای شي له دغې پروسې څارنه وکړي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‎الله سادات بیا وايي چې د انتخاباتو د ترسره کېدو تر نېټې پورې دوی نه‎شي کولای له بایو مټریک ټکنالوژۍ نه استفاده وکړي.

نوموړی ټینګار کوي چې راتلونکي انتخابات به په خپل وخت او ټاکلي مهالوېش ترسره شي.

ښاغلی سادات زیاتوي:

"په‎دې کم وخت کې موږ نه‎شو کولای د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له بایو مټریک سیستم نه استفاده وکړو او ورسره په څنګ کې د انتخاباتي نظام بدلون د انتخاباتو کمېسیون مسؤلیت نه‎دی، له ګوندونو زموږ همېشنۍ غوښتنه دا ده چې تاسې خپل نظارت پياوړی کړئ او پياوړی نظارت د انتخاباتو پروسې ته شفافیت وربخښي."

په وروستیو څو میاشتو کې سیاسي ګوندونو له حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره څو غونډې درلودې او خپلې غوښتنې یې ورسره مطرح کولې، خو حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې د ځینو غوښتنو عملي کېدو ته لازم وخت نه‌شته.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید له دې وړاندې ویلي و چې د سیاسي ګوندونو یو شمېر غوښتنې لکه په راتلونکي انتخاباتو کې له بایو مټریک سیستم نه استفاده ډېر وخت ته اړتیا لري.

راپور: یوسف ځدراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG