د افغان حکومت اجرائیه رئیس ټینګار کوي چې هېڅ ملاحظه نهشي کولای چې د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ډب کړي.
افغان حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدل د هېواد د ملي ګټو د ساتنې لپاره یوازنۍ لار بولي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، څوک به پرې نهږدي چې پر دغه بهیر سیوری وغوړوي او د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د حکومت تصمیم ټکنی کړي.
نوموړی ټینګار کوي چې انتخابات به په خپل وخت او نېټې ترسره کېږي.
ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۵» د وزیرانو شورا له غونډې مخکې وویل:
"د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې د نظام د ساتنې او انتخاباتو لپاره ژمن یوو او تر هغې به انشاءالله هېڅ ډول ملاحظه د دې لامل نهشي چې زموږ پرېکړې ټګنۍ کړي، انتخابات ترسره کېږي، خلک به رأیې ورکوي او زموږ مسؤلیت دا دی چې زموږ تصیمیونه به له ملاحظې پرته وي، هغه هدفونه چې شاید په انتخاباتو کې یې ولرو، هغه به د هېواد د ملي ګټو، امنیت او سلامتۍ لپاره وي."
ښاغلي عبدالله هغو ملاحظاتو، باورونو او موانعو ته چې د دغه بهیر په وړاندې پراته دي، په اشارې سره د هېواد د ملي ګټو په ساتنې ټینګار کوي.
د ولسي جرګې له وروستي لېسته د حذف شویو کاندیدانو د پلویانو له لوري د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفترونو تړل کېدل او د انتخاباتي نظام د بدلون په اړه د یو شمېر سیاسي جریانونو او ګوندونو غوښتنه د انتخاباتو په وړاندې نورې ستونزې دي.
یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو حکومت ته دوه اوونۍ وخت ورکړی و چې د انتخاباتي نظام په تړاو د دوی غوښتنې ومني.
دا چې اوس ورکړل شوی وخت پای ته رسېدلی، د افغانستان لوی ملي ائتلاف د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له نورو سیاسي جریانونو او سیاسي ګوندونو سره به د ولایتونو په مرکزونو کې مدني نافرمانۍ پیل کړي او د دوی په وینا، د انتخاباتو د مهندسۍ د مخنیوي لپاره به هره لاره وکاروي.
خو له دې یوه ورځ مخکې جمهوري ریاست ویلي وو چې د سیاسي جریانونو او ګوندونو له غړو سره په لیدنه کې د دوی لهخوا د یوې هر اړخیزې طرحې او وړاندیزونو د جوړولو په تړاو د حکومت او ګوندونو یوه ګډه کمېټه جوړېږي.
خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مطبوعاتي ټیم غړی فضل غني حقمل په دې اړه داسې وايي:
"دمګړۍ د سیاسي ګوندونو اجماع مظاهرې بندې کړې، خو که چېرې زموږ طرحه ونهمنل شي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې بېاعتنايي وکړي، د سیاسي ګوندونو اجماع به په ولایتونو کې مظاهرو ته دوام وکړي او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دفترونه به وتړي."
له دې ټولو سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیحالله سادات وايي، د انتخاباتي نظام بدلون او یا هغه پرېکړې چې د انتخاباتو نېټه ځنډوي، دوی ته د منلو وړ نهده او هېڅچا ته به اجازه ورنهکړي چې د انتخاباتو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوبزاده د انتخاباتو نېټې او مهالوېش ته په پام سره په دومره لنډ وخت کې د ګوندونو غوښتنې غیر قانوني او له منطقه لیرې بولي.
ښاغلی ایوبزاده اندېښنه ښيي او وايي چې د حکومت او ګوندونو ترمنځ چنې وهل به انتخابات کړکېچن کړي.
راپور: رحمتالله افغان