د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د یو شمېر سیاسي ګوندونو دا وړاندیز ومانه چې د دوی استازي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د بهیر څارنه وکړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډیو ته وویل چې دا څارنه خپل مراحل لري هغه باید ترسره شي.
ښاغلي صیاد زیاته کړه:
"نظارت دی، نظارت د قانون له مخې د دوی قانوني حق دی، موږ مخکې هم دوی ته ویلي و چې خپل متخصصین راولېږي چې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره پر یوه مېکانیزم خبرې وکړي چې څرنګه باید دغه نظارت په مرکز او ولایتونو کې ترسره شي. هغه ګوندونه چې غواړي نظارت وکړي هغوی دې د قانون مطابق کمېسیون ته اسناد وړاندې کړي، له کمېسیون څخه دې اعتبار نامې واخلي تر دې وروسته دې بیا خپل ناظرین موږ ته معرفي کړي تر څو د ناظرینو خاص کارتونه دوی ته ورکړو."
د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر ګوندونو استازو حکومت تورن کړ چې په انتخاباتو کې د درغلیو هڅې کوي، دغو اعتراض کوونکو د ښار په پنځو برخو کې مظاهرې وکړې.
ګلاجان عبدالبدیع صیاد: د انتخاباتو څارنه خپل مراحل لري هغه باید ترسره شي.
مظاهره کوونکو وویل، که چېرته د دوی غوښتنې ونهمنل شوې دوی به د ولایتونو پر لور د خپلو اعتراضونو لمن پراخه کړي.
دا ګوندونه چې په سر کې یې جمعیت اسلامي او حزب اسلامي دي، ادعا کوي چې ټول شمېر یې ۳۵ سیاسي ډلو ته رسېږي.
دوی د انتخاباتو د څارنې تر څنګ پر دې ټینګار کوي چې د بایو مټریک ټکنالوژۍ له لارې دې انتخابات ترسره شي او په انتخاباتي نظام کې دې تغییر راشي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد وایي چې د بایو مټریک مسئله وخت غواړي او په انتخاباتي نظام کې بدلون د دوی صلاحیت نهدی.
ښاغلی صیاد وايي:
"د قانون تغییر د انتخاباتو د قانون پر اساس وي او د اساسي قانون په چوکاټ کې چې ورته ګورو اوس د منلو نهدی او کوم تغییر چې په قانون کې راځي د هغه صلاحیت یا له ملي شورا سره دی یا له ولسمشر سره، خو قانون وایي کله چې د انتخاباتو تاریخ اعلان شو بیا حتی زموږ په خپلو طرزالعملونو کې هم تغییر نهشي راتلی. د بایو مټریک مسئله چې ده نو زموږ ثبت نام په منول شکل شوی دی. بایو مټریک سیستم زیات وخت ته ضرورت لري له کومو کمپنیو سره چې موږ تماس نیولی او له هغوی سره همدغو احزابو هم تماس نیولی هغه شپږ میاشتو ته ضرورت لري او موږ تر انتخاباتو پورې ۵۰ ورځې لرو."
د معترضو سیاسي ګوندونو یو شمېر مشرانو د شنبې په ورځ په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره غونډه وکړه.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د حکومت او سیاسي ګوندونو ګډه کمېټه دې جوړه شي چې د انتخاباتو د ترسره کېدو ټاکلې نېټې او مهالوېش ته په پام سره د سیاسي ګوندونو د وړاندیزونو په اړه خپله عملي طرحه وړاندې کړي.
خو پرون د دغو ګوندونو استازو د مظاهرو پر مهال په کابل کې ازادي راډيو ته ویل چې پر ګډې کمېټې ځکه باور نهلرو چې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه د انتخاباتو په ارتباط د دوی یوه غوښتنه هم نهده منلې.