یو شمېر سیاسي ګوندونو په کابل کې د یوې مظاهرې پر مهال پر حکومت انتقاد وکړ چې د انتخاباتو په تړاو یې غوښتنې نهمني.
په کابل کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړو له دې کبله مظاهره وکړه چې ګواګې حکومت په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلۍ د مخنیوي لپاره د دوی غوښتنې بابېزه ګڼي.
دوی چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۷» د کابل په پنځو بېلابېلو برخو کې مظاهره کړې او شمېر یې د تنظیموونکو په خبره، څلور زرو تنو ته رسېده، وايي چې راتلونکي انتخابات باید هرو مرو د بایو مټریک ټکنالوژۍ له لارې ترسره شي.
د دغې مظاهرې یو تنظیموونکی فیضالله صافی ازادي راډیو ته وایي:
"که حکومت زموږ غوښتنې ومنلې ښه ده، ستونزه به حل شي او کهیې نهمني، نو موږ به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړو او بیا به دغه اعتراضونه پراخ هم شي."
د یادو سیاسي ګوندونو له لوري یو پرېکړهلیک هم ولوستل شو چې پهکې ژر تر ژره د انتخاباتو په تړاو د سیاسي ګوندونو د غوښتنو پر منل کېدو ټینګار شوی و.
په پرېکړهلیک کې همداراز راغلي، که حکومت د سیاسي ګوندونو غوښتنې ونهمني، د دوی مظاهرې به نورو ولایتونو ته هم وغځېږي او که له هغې وروسته هر څه کېږي، مسؤلیت بهیې د حکومت په غاړه وي.
د رأی ورکوونکو د پروسې باطل کېدل، د بایو مټریک ټکنالوژۍ له لارې د انتخاباتو ترسره کول، د انتخاباتي نظام تغییر او په انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو او جریانونو د څارنې ونډه د سیاسي ګوندونو لویې غوښتنې دي.
تر دې وړاندې هم سیاسي ګوندونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې په ټول توان به د داسې انتخاباتو چې درغلۍ پهکې سر له اوسه محسوسېږي، مخه ونیسي.
په وروستیو کې د افغانستان جمهوري ریاست د حکومت او سیاسي احزابو د ګډې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړ چې پر اساس بهیې دغه کمېټه د سیاسي ګوندونو د غوښتنو لپاره حکومت ته عملي طرحه وړاندې کړي.
له دې ټولو سره سره د ولسمشر د ویاند دفتر بیا وايي چې حکومت د سیاسي ګوندونو ټولو قانوني غوښتنو ته درناوی لري.
د ولسمشر د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د احزابو هر هغه قانوني وړاندیز چې د حکومت پورې اړه لري او هغه د انتخاباتو د ترسره کېدو پر نېټې اغېز نهکوي، د ګډې کمېټې له لوري به ورته عملي طرحې جوړې شي."
د مظاهرې یو بل تنطیموونکی حاجي همایون بیا وايي، په ګډې کمېټې چې حکومتیې د جوړېدو خبره کوي، ځکه باور نهلري چې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه د انتخاباتو په تړاو د دوی یوه غوښتنه هم نهده منلې.
راپور: محمد حدیث پردېس