د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۱

ارګ: که طالبان اوربند ومني، د افغان حکومت له لوري اعلان شوی اوربند نافذېږي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، وروسته تر هغې چې د اوربند په اړه وسله وال طالبان خپل دریځ اعلان کړي د حکومت له لوري اعلان شوی اوربند د تطبیق وړ دی.

دا ریاست زیاتوي، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د اوربند د ښه مدیریت په هدف یو ملي کمېسیون جوړ شوی او په‎دې برخه کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو او بنسټونو نظرونه اخېستل شوي دي.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغان حکومت په ټول هېواد کې د سراسري اوربند غوښتونکی دی او له وسله‎والو طالبانو هم غواړي چې اوربند ته مثبت ځواب ووايي، څو د سولې خبرو اترو ته زمینه برابره شي.

هارون چخانسوي
هارون چخانسوي

ښاغلي چخانسوري وویل:

"اوربند یو اړخېز نه‎دی، هر اړخېز دی. په ټول افغانستان کې به وي. که طالبان اوربند ومني، نو د افغانستان د حکومت له لوري اعلان شوی اوربند نافذېږي، تر کوم وخته چې وسله‎وال طالبان په‎دې اړه خپل رسمي موقف اعلانوي، ترهغې وخته ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې خپلو عملیاتو ته دې دوام ورکړي."

ښاغلي چخانسوري وویل چې د افغان حکومت له لوري اعلان شوی اوربند غیر رسمي دی او که طالبان وغواړي چې په یو شمېر ځانګړو سیمو کې اوربند وشي نو دا د اوربند معنا نه‎لري.

نوموړي وویل چې د اوربند د ښه مدیریت په هدف د هم‎غږۍ یو مرکز جوړ شوی چې د اوربند نه به په ښه شکل نظارت کوي او د اوربند د پلي کېدو په اړه به راپور ورکوي.

ښاغلي چخانسوري وویل چې ملي یووالی، د افغانستان عرضي تمامیت، د حکومت کړنې او اساسي قانون افغان حکومت ته سرې کرښې دي.

ولسمشرمحمد اشرف غني د روانې اوونۍ یکشنبې په ورځ د هېواد د خپلواکې د ګټلو د ۹۹ یمې کلیزې په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې د وسله‎‎والو طالبانو پر وړاندې په مشروطه توګه د درې میاشتنۍ اوربند اعلان وکړ.

دحکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یاده غونډه کې وویل چې که وسله‎وال طالبان اوربند عملي کړي، حکومت هم اوربند عملي کوي او که يې عملي نه‎کړي، نو بیا اوربند هېڅ معنا نه‎لري.

که څه هم طالبانو تراوسه په رسمي توګه د اوربند په اړه خپل دریځ نه‎دی په ډاګه کړی خو رویټرز خبري اژانس د دوو طالب قوماندانانو له خولې چې نومونه یې نه‎دي یاد شوي ویلي چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله د ولسمشر محمد اشرف غني له‎خوا اعلان شوی اوربند رد کړی دی.

یو طالب قوماندان د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په کوچني اختر کې اعلان شوی اوربند د امریکايي ځواکونو په ګټه تمام شو او دوی بیا نه غواړي اوربند وکړي.

البته د وسله‎‎والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې دې ډلې د نن سهار راهیسې له لوی اختر په مناسبت په څو ولایتونو کې له دوی سره د بندي افغانانو له ډلې د ۵۰۰ کسانو د خوشې کولو بهیر پیل کړی دی.

خو اوس پوښتنه دا ده چې د حکومت له لوري په مشروط ډول د اوربند اعلان څه معنا؟

د سیاسي چارو کارپوه ودیر ساپی يې په اړه وايي:

"دا اوربند دا معنا لري چې موږ د اختر په ورځو کې اوربند غواړو او دا ګامونه د سولې پر لور اخېستل کېږي، خو که مقابل طرف يې نه مني نو موږ خپلې دفاع ته اماده یو."

ښاغلی ساپی وايي چې د غزني جګړې او د ناامنۍ یو شمېر نورو پېښو ته په کتو خلکو له حکومته غوښتنه کړې نور باید یو طرفه اوربند ونه‎کړي.

دی وايي، په هغه صورت کې چې وسله‎وال طالبان اوربند ونه‎کړي، نو پایلې به يې خطرناکې وي او په افغانستان کې به د نورې وینې توئیدنې لامل هم وګرځي.

راپور: اکرام الله اکرام

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG