د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

د سولې شورا: تر بل هر وخت د سولې خبرو ته د طالبانو لېوالتیا ډېره شوې


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د دوی د موندنو له مخې له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته د وسله‌والو طالبانو لېوالتیا ډېره شوې ده.

د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د درې میاشتني مشروط اوربند تر اعلان وروسته، اوس د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغان حکومت سره د سولې خبرو او مذاکراتو ته د وسله‌والو طالبانو لېوالتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۹» ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې له وسله‌والو طالبانو سره د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره د بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو له‌خوا تماسونه زیات شوي او دا هیله شته چې دغه ډله په لنډ وخت کې د سولې خبرو ته خپل چمتووالی وښيي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"کوم معلومات چې موږ ته له مؤثقو سرچینو راغلي، ویل کېږي چې د سولې خبرو ته د وسله‌والو طالبانو د رهبرۍ په مختلفو کچو کې لېوالتیا بې‌حده زیاته شوې او موږ هیله‌مند یوو چې طالبان ژر تر ژره د افغان ولس غږ ته درناوی وکړي او د سولې د خبرو د پيلېدو اعلان وکړي."

ښاغلی طاهري وايي، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو پرته د دغه هېواد د ستونزې د هواري لپاره بله حل لاره نه‌لیدل کېږي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د جمعې په ورځ د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا له امریکا سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

په دغه پیغام کې د اوربند په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو د افغانانو په مشرۍ یې د سولې د خبرو په تړاو د امریکا وړاندیز د قبول وړ نه‌دی ګڼلی او غیر عملي یې بللی دی.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا هیله ښيي چې طالبان به د تېر اختر په څېر دا ځل هم د اوربند غوښتنې ته مثب ځواب ووايي، ځکه د دوی په خبره اوربند د دواړو لورو ترمنځ د اعتماد د فضا په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او جګړې انسټټیوټ رئیس حکمت‌الله اعظمي بیا وايي چې طالبان ښايي د نوي حکومت تر راتلو پورې د سولې خبرو ته زړه ښه نه‌کړي.

دی زیاتوي:

"مشکل دا دی چې طالبان په دې وروستیو کې داسې فکر کوي چې د ملي يووالي حکومت شپږ میاشتې پاتې دي او که په دغو شپږو میاشتو کې دوی له اوسني حکومت سره مذاکرات کوي، نو ایا نوی حکومت چې راځي، دغه مذاکرات به ومني او ایا دا ممکن دي؟ نو زه فکر کوم چې طالبان هم ښايي تر ټاکنو پورې متنظر پاتې شي چې نتایج‌یې معلوم شي چې دوی بیا له نوي حکومت سره مذاکرات وکړي."

ښاغلی اعظمي وايي، مذاکرات باید څو اړخیز وي او باید په‌کې افغانستان، پاکستان، امریکا او طالبان د مذاکره کوونکو په توګه شامل وي او يو بل بې‌پرې هېواد لکه چین د ضامن په توګه موجود وي چې د ټولو خواوو د ژمنو عملي کېدو ته زمینه مساعده کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG