نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي محور ګوند فعالانو او مشرانو د افغان ولسمشر محمداشرف غني لهخوا د اعلان شوي اوربند ملاتړ وکړ او له وسلهوالو طالبانو يې وغوښتل چې هغوی هم په ورته توګه اوربند وکړي او پریږدي چې افغانان د تېر اختر په شانلوی اختر هم په سوله او خوشالۍ کې ولمانځي.
د ملي محور ګوند مشر ډاکټر خوشال روهي وویل چې دوی د ولسمشر د اوربند د اعلان هرکلۍ کوي او له طالبانو هم غواړي چېد اوربند د اعلان له لارې پهدې هېواد کې دایمي سولې اوامن ته لاره پرانیزي.
ده د افغان حکومت او طالبانو دا پرېکړه وستایله چې د لوی اختر په درناوي به د یو بل لوري سلګونه بندیانازاد کړي.
د افغانستان د ملي محور ګوند مشر زیاته کړه پهدې وروستیو کې د امریکا په مشرتابه او پنټاګون کې داسې بحث روان دي چې د یاد هېواد د پوځ د برخې ماموریت یو شمېر خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي چې د دوی ګوند او ټول افغانان د دې کار مخالف دي.
د ده په وینا پهدې ډول اقدام سره د افغانستان جګړه تجارتي بڼه خپلوي او بیا يې پای ته رسول ستونزمن کېږي، همدارنګه دا کار د امریکا د هغو ژمنو ماتول دي چې افغانستان سره يې کړي دي.
پهدې وروستیو کې افغان حکومت ته یو شمېر سیاسیونو وړاندیز کړی چې ټاکنې ګوندي کړي.
د ملي محور ګوند مشر وايي، دا په پرنیسب کې ښه خبره ده چې د سیاسي ګوندونو د تقويې لپاره حزبي انتخابات وشي، خو له دا ډول ټاکنو مخکې باید هغه ګوندونه چې وسلهوالې ډلې، ملیشې او تشکیلات لري، منحل او یاپه بشپړ ډول بې وسلې شي او د هغوی لاسونه د ملي امنیتي ځواکونو څخه لنډ شي.
د ده په خبره چې لهدې مخکې دوی لپاره ګوندي ټاکنې د منلو وړ نهدي.
د ملي محور ګوند د مشرتابه یو تن غړی ډاکټر اکبرجان فولاد وايي، تېر اختر وښوده چې افغانان نه غواړي چې د یو بل سره جنګ وکړي او دوی له طالبانو هم غواړي چې د حکومت په شان په ورته توګه اوربند اعلان کړي.
ښاغلی فولاد زیاتوي چې هېڅ جګړه په جګړه نهده ختمه شوې، بلکې ټولې جګړې په سولې او خبرو اترو ختمې شوي دي.
په خوست کې د ملي محور ولایتي مسؤل ډاکټر سخي سردار پهدې خوشالي څرګندوي چې د روانو جګړو او ستونزو سره-سره ځینې داسې خبرونه اوري چې په هغه کې د سولې هیلې موجودې دي.
نوموړي د وسلهوالو طالبانو سربېره له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د افغانستان په سوله کې همکاري وکړي:
"سره لهدې چې افغانستان له یو پيچلي حالت څخه تیریږي، بیا هم ځینې داسې خبرې اورو چې څه نا څه په کې د سولې څرک لګیږي، موږ د اوربند په اړه د ولسمشر دا اقدام ستایو، خو د مخالف طرف نه دا غوښتنه لرو چې دې مثبت کار ته لبیک ووايي او له نړیوالو هم غواړو چې د افغانستان له سولې سره همکاري وکړي."
دا پهداسې حال کې ده، د یکشنبې په ورځ افغان ولسمشر محمداشرف غني له وسلهوالو طالبانو سره په مشروط ډول درې میاشتنۍ اوربند اعلان کړ چې د میلاد نبي تر ورځې به چې د عقرب له ۲۹ مې نېټې برابره ده دوام وکړي.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو د ولسمشر غني د مشروط اوربند په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.
راپور: نجیب الله الوخېل