د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

حقمل: حکومت دې د هغو چارواکو چې د حذف شویو کاندیدانو ملاتړ کوي مخنیوی وکړي


د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو د وروستي نوملړ له اعلان وروسته د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسون وايي، يو شمېر دولتي مسؤلین په مختلفو مواردو او راټولېدنو کې د حذف شویو نوماندانو ملاتړ کوي.

د دغه کمېسون مرستیالې حمیرا حقمل د جمعې په ورځ په کابل کې د ولسي جرګې له نوملړ نه د حذف شویو نوماندانو او د انتخاباتي شکایتونو د بهیر په اړه د دغه کمېسیون د راپور وړاندې کولو پرمهال له حکومت نه وغوښتل هغه دولتي مسؤلین چې د حذف شویو نوماندانو په ملاتړ د دوی په چارو کې لاسوهنه کوي مخنیوي یې وکړي.

نوموړې زیاته کړه:

حمیرا حقمل
حمیرا حقمل

"يو شمېر مسؤلین او دولتي بنسټونه په مختلفو مواردو کې د حذف شویو نوماندانو ملاتړ کوي، دغه کسان ليدل کېږي چې په مختلفو راټولېدنو او ویناو کې د حذف شویو نوماندانو په ګټه غږېږي چې دغه چاره د ولسمشر د وروستي فرمان سره چې په کې ویل شوي هېڅ دولتي مسؤل او بنسټ نشي کولای په انتخاباتي چارو کې مداخله وکړي په ټکر کېده."

اغلې حقمل وویل چې حکومت باید په دې برخه کې قانون په جدي توګه پلی کړي څو په راتلونکې کې نورو ته عبرت شي.

د دې په خبره، که حکومت په دې برخه کې د دوی دې غوښتنې ته پام و نه کړي نو دوی به اړ شي چې د دغو کسانو نومونه له رسنیو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې ورستیو کې د ۱۳۹۷ لمریز کال د انتخاباتو لپاره د ولسي جرګې د نوماندانو وروستی لېست اعلان کړ چې له مخې یې ۳۵ تنه حذف شوي دي.

د دغه لېست تر خپرېدو وروسته د حذف شویو نوماندانو يو شمېر پلویانو په کابل او ولایتونو کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دفترونو مخې اعتراضونه وکړل او په ځېنو ولایتونو کې یې د دغه کمېسون دفترونه وتړل او ګواښ وکړ چې که کمېسون خپله پرېکړه بېرته وانخلي دوی به د دفترونو د تړلو ترڅنګ لارې هم بندې کړي.

په ورته وخت کې د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دواړو کمېسونو پرېکړو ته درناوی لري او هېڅ دولتي مسؤل د مداخلې او د حذف شویو نوماندانو د ملاتړ حق نه لري.

نوموړي زیاته کړه:

مجیب الرحمن رحیمي
مجیب الرحمن رحیمي

"زما غوښتنه له ټولو اړخونو او جریانونو نه دا ده چې د کمېسیون پرېکړو ته دې احترام وکړي او د دولت له لورې هېڅوک دا حق نه لري چې په انتخاباتي چارو کې لاسوهنه وکړي حکومت په دې تړاوو يوه اعلامیه هم خپره کړې او زه د اجرائیه ریاست په استازولي وایم چې موږ د دواړو کمېسیونو پرېکړو ته درناوی لرو او زموږ لخوا هېڅ نوع مداخله تر اوسه نه ده شوې او نه به هم وشي."

اغلې حقمل وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د نوماندانو لېست وروستی دی او هېڅ بدلون په کې نه راځي.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي و چې هېڅ یو دولتي مسؤل د انتخاباتي کمېسونو په چار کې د مداخلې حق نه لري.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG