د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

ولسمشر غني: ما په انتخاباتو کې مداخله نه‌ده کړې او نه‌یې کوم


افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د انتخاباتو په پروسه کې به مداخله ونه‌کړي.

په‎داسې حال کې چې د انتخاباتو په پروسه کې د حکومت د سیاسي مشرانو د مداخلې په اړه انتقادونه زیات شوي، خو ولسمشر په ښکاره ژمنه وکړه چې په‎دغه پروسه کې به مداخله نه‎کوي او د انتخاباتي کمېسیونونو خپلواکي ته به بشپړ احترام ولري.

محمد اشرف غني چې د یکشنبې په ورځ د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسب په ارګ کې څرګندونې کولې له ځوانانو وغوښتل چې انتخابات وڅاري او د خیالي رأیو مخه ونیسي.

تر راتلونکو دوو میاشتو به د سېلابونو او وچکالۍ ستونزه هواره شي.

دی وايي:

"ما په انتخاباتو کې مداخله نه‎ده کړې او نه‌یې کوم، قانون کمېسیون ته صلاحیت ورکړی او قانوني صلاحیت‌یې حق دی او دوی مسؤل دي؛ زموږ مسؤلیت دا دی چې خپلواکي یې وساتو ملت له انتخاباتو هرکلی کړی او نوم‎لیکنه لویه بریا ده او خلک باید په انتخاباتو کې ګډون وکړي."

ښاغلي غني همدا شان وویل چې اصلاحات له کلک مقاومت سره مخامخ کېږي او له ځوانانو یې وغوښتل چې له دغه بهیره هر اړخیز ملاتړ وکړي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په امنیتي ارګانونو کې هر اړخیز اصلاحات راغلي او ښه نتیجه‌یې هم ورکړې ده.

نوموړي په هېواد کې د ښوونې بهیر ته په اشاره وویل چې د لوړو زده‌کړو سیستم بنسټیز بدلون ته اړتیا لري او روان کال به د هېواد په ښوونځیو کې بنسټیز بدلون راشي.

محمد اشرف غني وايي چې تر راتلونکو دوو میاشتو به د سېلابونو او وچکالۍ ستونزه هواره شي او په‎دې برخه کې ښه مدیریت پلان شوی.

غني: تر راتلونکو دوو میاشتو به د سیلابونو او وچکالۍ ستونزه هواره شي.
غني: تر راتلونکو دوو میاشتو به د سیلابونو او وچکالۍ ستونزه هواره شي.

د ښاغلي غني د څرګندونو بله برخه په اقتصادي مسایلو متمرکزه وه او ویې‌ویل هڅې دا دي چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال د دولت عواید ۸ میلیارده ډالرو ته لوړ شي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"لږ تر لږه افغانستان به تر ۲۰۲۴ میلادي کاله اته میلیارده ډالره عواید ولري او افغانستان به له یو وارداتي هېواد په صادارتي هېواد بدل شي."

محمد اشرف غني زیاته کړه، که جلغوزې ښه مدیریت شي له درکه‌یې په کلني ډول دوه میلیارده ډالر عواید ترلاسه کېدای شي.

خو د اقتصادي مسایلو یو شمېر کارپوهان د ولسمشر غني څرګندونې کمپایني بولي نه واقعي.

د دغو کارپوهانو له ډلې سیف‌الدین سیحون وايي، افغانستان دا مهال په جګړو او ناامنیو کې ښکېل دی او په داسې وضعیت کې د عوایدو زیاتوالی او اقتصادي وده سسته وي.

د نوموړي په خبره که څه هم افغانستان زیات منابع لري، خو د ناسالم مدیریت او پالېسیو له امله اقتصادي وده ټکنۍ او پرمختګ‌یې اغیزمن کړی.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG