د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

 د انتخاباتو کمېسيون: د کاندیدانو د وروستي لېست په اړه جدي ملاحظې لرو


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د هغو ۱۰۲ کسانو په اړه اندېښنه څرګنده کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون د کاندیدانو وروستي لېست ته ور اضافه کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غړي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي پرون شنبه د اسد په ۲۰ مه ازادي راډیو ته وویل:

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

"د انتخاباتوخپلواک کمېسيون د قانون پر اساس، هغه کسان چې په معیار نه دي برابر، له ابتدايي لېسته لېري کړي وو، خو د شکایتونو کمېسيون هغوی ته بیا مهلت ورکوي او په لېست کې یې شاملوي، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له دې امله اندېښنه او د شکایتونو د کمېسيون د پرېکړې په اړه جداً ملاحظه لري."

هاشمي ټینګار وکړ چې په دې اړه باید د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون سره په همغږۍ کې کار او دقت شوی وای.

هغه وویل چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون مصوبه یې تر ۱۱ ورځني ځنډ وروسته، پرون ترلاسه کړه.

سیدحفیظ الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې نن به د دې مصوبې په اړه تر غونډې او بحث وروسته، خپله پرېکړه اعلان کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسيون ولسي جرګې ته د کاندیدانو دابتدايي لېست په اړه د شکایتونو او اعتراضونو د څېړنې مصوبه د جمعې په ماښام خپره کړه.

په مصوبه کې ویل شوي چې له هغو ۱۳۴ شکایتونو چې د کاندیدانو له ابتدايي لېسته د لېرې شویو کسانو کمېسيون ته ور رسېدلي وو، د ۱۰۲ تنو استدلال د توجيه وړ و او وروستي لېست ته یې شامل کړي دي.

په مصوبه کې نور ۳۵ کسان له وروستي لېسته حذف شوي او ۴۵ کسانو ته ګواښ شوی دی.

فوزیه کوفي او مریم کوفي له بدخشانه، ضیا الحق امرخېل او زرداد فریادي له کابله او مولوي تره خېل محمدي هغه څو پېژندل شوي نومونه دي چې د کاندیدانو له وروستي لېسته حذف شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون ویاند وویل چې د حذف شویو کسانو یا د هغو کسانو په اړه چې اخطار ورکړ شوی، ملاحظه نه لري او دا مسئله د شکایتونو په کمېسيون پورې مربوطه ګڼي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون یوه غړي محمد بصیر فایز ازادي راډیو ته وویل چې د ولسي جرګې د کاندیدانو له وروستي لېسته یې د ۳۵ کسانو نومونه له دې امله لېرې کړي چې په اسنادو کې یې ستونزې وې.

هغه تاکيد کړی چې پرېکړې یې خپلواکې او له قانون سره سمې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸ مه کېږي.

XS
SM
MD
LG