د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

له وروستي لېسته ایستل شوي کاندیدان وايي، د سیاسي توطئې قرباني شوي


د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستي لېست څخه لیرې کړای شوي ځینې کاندیدان د انتخاباتي شکایاتو د کمېسیون د دغې پرېکړې په غبرګون وايي چې په اړه يې غیر عادلانه او غلط قضاوت شوی دی.

له ډلې يې فوزیه کوفي او شایسته باز ناصري د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال زمري۲۱» ازادي راډیو ته وویل چې د هر ډول سند پرته یې نومونه له لېست څخه ایستل شوي دي او په خبره یې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د جمهوري ریاست په حکم دا کار کړی دی.

اغلې کوفي زیاته کړه:

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

"ما دوی ته په اعتراض کې وویل چې که تاسې یا کوم بل بنسټ ثابت کړي چې یو غیر مسؤله وسله وال ولرم زه دې ته حاضره یم چې له سیاسي ډګره په شا شم او له خلکو بخښنه وغواړم خو دوی یو سند هم ارایه نشو کړای او غیر شفاف کارونه يي مخ ته یوړل."

"اصلا دوی ماته زنګ ونه وهو او د استېناف غوښتنې فرصت يې رانه کړ، زه د یوې سیاسي توطئې قرباني شوم که دوی زما په اړه کوم سند پیدا کړي زه به له خلکو بخښنه وغواړم."

جمهوري ریاست بیا په یوه خپره شوي اعلامیه کې ویلي چې حکومت د کمېسیونونو خپلواکۍ ته بشپړ درناوی لري.

د ولسي جرګې د یو شمېر احتمالي کاندیدانو د حذف په هکله د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون د وروستۍ پرېکړې په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي اعلامیه هم خپره کړې ده.

د یکشنبې ورځې په دغې خپره شوي اعلامیه کې راغلي دي چې د ملي وحدت حکومت تل رڼو، عادلانه او په موقع د انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن ؤ او دی.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د خلکو لخوا پر ځینو احتمالي کاندیداتو د اعتراضونو او شکایتونو له څېړلو وروسته د شنبې په ورځ د کاندیدانو د وروستي لېست نه ۳۵ کسان وایستل او ۴۵ نورو ته يې خبرداری او توصيې کړي دي.

د حذف شویو احتمالي کاندیداتو په لېست کې د بدخشان د انتخاباتي حوزې څخه د فوزيي کوفي او مریم کوفي، له کابل څخه د مولوي تره خېل محمدي، قیس حسن، ضیا الحق امرخېل زرداد فریادي له کندز څخه د شایسته باز ناصري او ځېنې نورنومونه شامل دي.

له دې وړاندې هم ځانګړي کمېسیون په غیر مسؤله وسله والو تورن ۲۵ کسان له لېسته ایستلي و خو له استېناف غوښتنې وروسته د الله ګل مجاهد او عبدالرحیم ایوبي تر څنګ ۱۴ کسان بېرته ورستي لېست ته شامل شوي دي.

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه هم د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پرېکړې ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې له لېست نه د دغه کاندیدانو د نومونو د ایستلو په اړه څرګند دلایل نشته.

د افغانستان د ازداو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یو سف رشید وویل:

یوسف رشید
یوسف رشید

"موږ په پرېکړو ځکه شکمن یو چې د نیولو پرمهال یې نه و او دوهم دا چې د دغه ۳۵ کسانو د نومونو د لیرې کولو په اړه واضح او ښکاره اسناد نشته او ځینې دغه کسان چې نومونه یې حذف شوي ادعا کوي چې د دوی په مقابل کې د شویو شکایتونو په اړه دوی ته نه دي ویل شوي."

خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کاندیدانو له لېست نه د کاندیدانو د نومونو د حذف لړۍ شفافه بولي او د هر ډول سیاسي سپارښتنو خبره ردوي.

د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني ازادي راډیو ته وویل چې که څوک په دې اړه اسناد لري نو له دوی سره دې يي شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په ټوله کې اعتراض د هرچا حق دی او هغوی چې له لېست یې نومونه ایستل شوي اعتراض کولای شي خو هېڅ ډول سیاسي مداخله نه وه او پروسه شفافه او عادلانه وه."

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې انتخابات د ۱۳۹۷ کال د مېزان د میاشتې پر ۲۸ نېټه ترسره شي خو نا امني د دغه پروسې پر وړاندې لویه ننګونه بلل کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG