د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د ۱۴۱ لېرې شویو کاندیدانو له ډلې ۱۰۴ یې د نوماندۍ وروستي لېست ته لاره پيدا کړي


د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، له سلو زیات هغه کسان چې د نوماندۍ له لومړي لېست نه ایستل شوي یوځل وروستي لېست ته لاره موندلې.

له لومړي لیست نه د ۱۴۱ لېرې شویو کاندیدانو له ډلې ۱۰۴ یې توانېدلي چې د نوماندۍ وروستي لېست ته لاره پيدا کړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي او ویاند عبدالبصیر فایز د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغو کسانو شکایتونو څېړل شوي او وروستی لېست یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته لېږل کېږي.

د نوموړي په وینا یوشمېر یې نه دي توانېدلي چې د ولسي جرګې د کاندیدانو وروستي نوملړ ته لاره پيدا کړي.

عبدالبصیر فایز
عبدالبصیر فایز

نوموړي زیاته کړه:

"د کمېسیون له لوري شکایتونو ته له رسیدنې او تصمیم نیونې وروسته نن اعتراضونه وروستي شول په مجموع کې ۱۳۴ شکایتونه درج شوي او ۱۰۴ تنو وروستي لېست ته لاره ومندله او۳۰ تنه چې اعتراضونه یې غیر موجه و د شکایتونو کمېسیون له لوري رد شول."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ټوله کې ۱۴۱ تنه د ولسي جرګې د کاندیدانو له لومړي لېست نه حذف کړي و له هغې جملې ۱۳۴ تنه یې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته عارض شوي و.

د تکراري تذکرو، په فزیکي اسنادو کې ستونزې او یوشمېر نور هغه موارد و چې له امله یې د نوماندۍ له لومړي لېست نه یاد نوماندان لېرې شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخافاتو موسسه یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي چې د دوی له نظره د دواړو کمېسیونونو کارونه شفاف نه و.

ښاغلي رشید وروستي لېست ته د دغو کسانو د لارموندنې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

یوسف رشید
یوسف رشید

"موږ په هغه وخت کې هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي مو و چې ممکن کارونه یې درسته نه وي اوس چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون یوځل بیا د دغو کسانو نومونه لېست ته داخل کړي، د کمېسیون غونډې علني نه وې،خو ایجاب یې کاوه چې شکایتونو له قانون سره سم په علني ډول څېړل شوي وای."

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیونه وايي، د روانې اوونۍ تر پایه به د کاندیدانو په اړه شکایتونو د دغه کمېسیون له لوري بشپړ شي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته به ولېږل شي.

تر اوسه هم معلومه نه ده چې په څومره شمېر کې کاندیدان په ځانګړي ډول هغه کاندیدان چې شکایتونو ورباندې ثبت شوي د کاندیدانو له وروستي لیست نه به حذف شي، خو په دې اړه د راپورنو له خپرېدو وروسته څو ورځې کېږي چې اعتراضونه دوام لري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG