د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

ویسا: ولس ته لومړیتوب څه شی دی؟!


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولس ته لومړیتوب څه شی دی؟!

په سرمقاله کې راغلي، زموږ ځیني ښاغلي شفاف انتخابات د هېواد د ټولو ستونزو یوازینۍ حل‎لاره ګني، ځینې نور سوله د ولس ستر ارمان او تر ټولو ستره اړتیا ګڼي او ځینې نور بیا فساد او درغلي د هېواد د ټولو ستونزو مور ګڼي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، په واقعیت کې دا ټول زموږ لپاره لومړیتوبونه دي، لوی ارمانونه دي او د یوې سوکاله راتلونکي اساسي توکي دي.

خو د ورځپاڼې په باور، د دې ټولو لپاره باید ډوه ټکي د هڅو محور وګرځي:

  • په ولس کې د ملي یووالي د روحیې را ژوندي کول
  • په پردیو د تړاو پر ځای د خودۍ «پرځان متکي کېدل» او غرور پالل.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

ورځپانه لیکي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون لا په رسمي ډول د کاندیدانو وروستۍ لېست نه‎دی اعلان کړی، خو ځینې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې نوموړي کمېسیون د ځینو کسانو نومونه له لېسته ایستلي دي، دغه شان ځینو ته یې جدي اخطار او ځیني ته هم عادي اخطار ورکړی دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په خپرو شوېو نومونو کې تر ډېره د حکومت سیاسي مخالفین شامل دي او داسې ښکاري چې لومړني ګامونه سیاسي اخېستل شوي دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون دنده ده چې د کاندیدانو په تړاو شکایتونه وڅېړي، خو د ورځپاڼې په حواله، دوی باید له هر ډول قومي، ژبنیو، سمتي او سیاسي تړاونو لېرې دا کار وکړي او پرې نه‎ږدي چې سیاست او سیاسي لوبې پر انتخاباتو سیورۍ وغوړوي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د سولې په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه لیکلي دي.

انیس لیکلي، دا خبرې نن سبا د سیمې او نړۍ د رسنیو د موضوعاتو په سر کې ځای لري.

په سرمقاله کې راغلي چې تازه د امت په نوم یوې پاکستانۍ ورځپاڼې په‎دې اړه لیکلي چې امریکا او پاکستان اوس دې نتیجې ته رسېدلي چې په راتلونکو میاشتو کې په ترکیې، قطر او یا هم سعودي عربستان کې د طالبانو په استازولۍ سره خبرې وکړي.

خو انیس ټینګار کړی چې هر هېواد د افغانستان د سولې په اړه له کوم لوري سره خبرې کوي، افغانستان باید په‎کې موجود او خبرې هم د افغانانو په مشرۍ تر سره شي.
ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور، که حالت داسې وي، بیا د افغانستان ملی حاکمیت تر پوښتنې لاندې ځي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په افغانستان کې د فساد او بډو اخېستلو موضوع راخېستې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ یوه تازه سروې ښيې چې په افغانستان کې فساد ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په افغانستان کې له فساده انکار نه‎شي کېدای، ځکه دغه شومه پدیده له پخوا راهیسې په دغه هېواد کې موجوده ده، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، دا چې فساد دې تر پخوا ډېر شي، دا مسئله د اندېښنې وړ ده.

XS
SM
MD
LG