د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

د پلچرخي زندان د بندیانو د نه‌خوړلو اعتصاب لا هم دوام لري


د پلچرخي زندان د بندیانو د نه‌خوړلو اعتصاب لا هم دوام لري.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني د بخښنې له فرمانونو څخه بې‌ګټې پاتې کېدل، د خپلو ولایتونو اړوند زندانونو ته د دوی نه‌لېږدول، د ځینو نامعلوم برخلیک، د زندان د مسؤلینو له‌خوا له دوی سره ناسم چلند او د مناسب ځای او خوراک نشتوالی هغه موارد دي چې د پلچرخي زندان زندانیان‌يې د نه‌خوړلو د اعتصاب لاملونه بولي.

د دغه زندان له‌منځه ځينو یې ازادي راډيو ته وویل چې د نه‌خوړلو له کبله څو تنه زندانیان مړه شوي او ځیني نور هم په بد روغتیايي وضعیت کې دي.

دوی وايي:

"د پلچرخې زندان یو بندي احمد یم، ۱۰ ورځې کېږي چې زندانیانو اعتصاب کړی او اووه اته کسان مو مړه شوي، خو هېڅ‌څوک مو غږ نه‌اوري، خیر دی یو کار وکړئ چې ټول زندانیان په خراب وضعیت کې دي."

"د پلچرخي له زندانه فرید یم، درې زره زندانیان د کوما په حالت کې دي او نور هم په سخت حالت کې دي، خو تر اوسه هېڅ‌چا زموږ پوښتنه نه‌ده کړې."

دغو زندانیانو د تېرې یکشنبې ورځې راهیسې د نه‌خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی دی.

که څه هم مسؤلین د دغو اعتصاب کوونکو د کره شمېرې په اړه څه نه‌وايي، خو یو شمېر زندانیانو چې له ازادي راډيو سره په اړیکه کې دي خپله شمېره له زرو لوړه ښودلې ده.

له دې سره د افغانستان د زندانونو عمومي رئیس محمد حلیم کوهستاني د زندانیانو د مړینې خبره ردوي وايي چې د پلچرخي زندان زندانیانو د ځینو بهرنیو ترورېستي شبکو په مشوره د درواغو په اعتصاب لاس پورې کړی.

دی وايي، د زندان له وضعیت څخه د دوی شکایتونه له حقیقت څخه لیرې او غوښتنې یې هم غیر قانوني دي.

له دې سره د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي، د افغانستان لویه څارنوالۍ باید دا موضوع وڅېړي.

دی وايي، که د زندانیانو حق ضایع شوی وي د دوی اعتصاب پر ځای دی او کنه د جمهور رئیس د فرمانونو او بخښنې په اړه د دوی غوښتنې نه‌عملي کېدونکي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د زندانیانو د د بخښنې او تخفیف په اړه جمهور رئیس صلاحیت لري چې د ۶۴ مادې پر بنسټ اجراأت وکړي، نو جمهور رئیس هم نه‌شي کولای چې د قانون په چوکاټ کې د وضعه شویو قوانینو څخه بیرون عمل وکړي."

له دې سره د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، د پلچرخي زندان د زندانیانو د غوښتنو په اړه قانوني محدودیتونه موجود دي.

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې دا اعتصاب پیل شو زموږ همکارانو له زندان نه لیدنه وکړه، د دوی له‌خوا له قانونه پورته ځينې غوښتنې شته او دوی اکثره هغه کسان دي چې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې په جرمونو او د مخدره موادو په قضیو کې لاس لري چې د قانون د حکمونو له مخې د دوی د بخښنې او تخفیف په برخه کې قانوني موانع شته."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهوري ریاست د اخترونو، ځانګړو ورځو او نورو مناسبتونو په خاطر د جرمونو کټګورۍ ته په کتو هر کال د بخښنې او تخفیف فرمانونه صادروي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG