د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۰:۵۳

له پلچرخي او بګرام زندانونو نه د حزب اسلامي ۱۹۸ بندیان خوشې شول


د اختر د رارسېدلو په درشل کې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د شوې هوکړې له مخې، د بندیانو د خوشې کولو په څلورم پړاو کې ۱۹۸ بندیان د پلچرخي او بګرام له زندانانونو نه خوشې شول.

د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د ګډ کمېسیون رئیس نصرالله سفاري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷کال د غبرګولي ۲۴» د دغو بندیانو د خوشې کولو په مناسبت جوړ شویو مراسمو ته وویل چې د دغو بندیانو اسناد به بشپړ ډول کتل شوي او د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د شوې هوکړې له مخې خوشې کېږي.

د حزب اسلامي د تېر پړاو خوشې شوي بندیان
د حزب اسلامي د تېر پړاو خوشې شوي بندیان

نوموړي زیاته کړه:

"اول، دوهم او درېیم پړاو په بریا سره پای ته رسېدلی او دا څلورم پړاو دی، په دې پړاو کې ۲۶۹ بندیان خوشې کوو چې له دې ډلې ۱۹۸ نن خوشې کېږي او نور د ولایتونو له محابسو د اختر په ورځو کې خوشې کوو."

ښاغلي سفاري وویل چې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې په شوې هوکړه کې د بندیانو د خوشې کولو د مادې د پلي کېدلو برخې ته جدي هڅې کېږي او نور بندیان به هم د دوی د اسنادو تر څېړلو وروسته خوشې شي.

نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې د حزب اسلامي په شان د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د یادونې ده چې د حزب اسلامي د بندیانو د خوشې کولو په لړ کې تر دې مخکې د دغه ګوند له ۲۵۷ نه زیات بندیان خوشې شوي دي.

له زندانه د اسلامي حزب د بندیانو خوشي کیدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00

خو دغه ګوند په لومړیو کې ویلي ول چې ټول ۲۵۰۰ کسان‌یې د افغانستان په محابسو کې بندیان دي.

د افغانستان له زندانونو نه د حزب اسلامي د بندیانو راخوشې کول حکومت سره د حزب اسلامي د سولې په هوکړه کې د ګلبدین حکمتیار یو مهم شرط و.

په ورته وخت کې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه‌لیک په ګډ کمېسیون کې د حزب اسلامي استازی غیرت بهیر د حزب اسلامي د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې له حکومت نه د مننې په ترڅ کې له خوشې شویو بندیانو وغوښتل چې د خپل وطن د سولې او ابادۍ لپاره کار وکړي.

غیرت بهیر
غیرت بهیر

​ښاغلي بهیر زیاته کړه:

"زما او د حزب اسلامي د قیادت غوښتنه دا ده چې تاسې سوله خوښوونکي او وطن‌پال واوسئ، او همغه شان چې په جهاد کې وئ د هېواد سولې امنیت او بیا رغونې په برخه کې سهیم شئ."

په ورته وخت کې یو شمېر خوشې شویو بندیانو ژمنه وکړه چې نور به جګړه نه‌کوي او وروسته تر دې به یوازې سولې ته کار کوي.

حکمت‌الله او سمیع‌الله خوشې شوي بندیان وايي:

"زه ‌ډېر خوشحاله یم چې خوشې کېږم او کورته ځم، څومره چې مې وس وي د سولې لپاره هڅه کوم."

"زما هیله او هدف دا دی چې ولاړ شو او خپلې ټولنې، نظام او خلکو ته خدمت وکړو چې د همدردۍ او ورورۍ د شریعت نافذوونکي واوسو."

که څه هم یو شمېر داسې انتقادونه موجود دي چې خوشې شوي بندیان بېرته جګړې ته ورګرځي، خو د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه‌لیک د ګډ کمېسیون رئیس ډاډ ورکوي چې له خوشې شویو بندیانو او حرب اسلامي تضمین اخیستل کېږي چې بیا جګړې ته ورستانه نه‌شي.

د یادونې ده چې نن د دغو خوشې شویو بندیانو تر څنګ ۱۵۷ هغه افغانان چې د افغانستان او ایران ترمنځ د محبوسینو په اړه د شوې هوکړې له مخې د ایران له زندانونو د کابل د پلچرخي زندان ته انتقال شوي وو هم خوشې شول.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG