د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

حزب اسلامي: د سیما سمر ادعا تور او یوه دسیسه ده


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د دغه ګوند د زندانیانو په اړه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وروستۍ څرګندونې دسیسه بولي.

د حزب اسلامي یوه ویاند حشمت‌الله ارشد وايي چې د دغه ګوند ازاد شوي زندانیان له وسله‎والو طالبانو سره هېڅ ډول اړیکې نه‎لري.

ښاغلي ارشد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، د حزب اسلامي ازاد شوي زندانیان بېرته د جګړې لیکو ته نه‎دي ستانه شوي.

نوموړي په‎دې اړه د سیما سمر وروستۍ څرګندونې یوه دسیسه وبلله.

د حزب اسلامي یو ویاند حشمت الله ارشد
د حزب اسلامي یو ویاند حشمت الله ارشد

دی وايي:

"د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې چې کومې ادعاوې کړي، موږ هغه په کلکه ردوو او دا یو تور او دسیسه ده، که سیما سمر ادعا لري یو کس دې راته وښيي چې له طالبانو سره دې اړیکې ولري او یا هم له ازادېدو وروسته دې د جګړو لیکو ته تللی وي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر دوه ورځې وړاندې په بلخ کې ویلي و چې د حزب‎اسلامي په نامه د افغانستان له زندانونو د طالبانو د ډلې غړي ازاد شوي دي.

که څه هم اغلې سمر په‎دې اړه اسناد نه‎دي وړاندې کړي، خو له افغان دولته‌یې غوښتي چې په هېواد کې د سولې او ثبات د راتګ لپاره د معافیت فرهنګ پای ته ورسوي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د حزب‎اسلامي او د افغان دولت د سولې د هوکړې له مخې تر اوسه په څلورو پړاونو کې د افغانستان له زندانونو د حزب اسلامي ۵۱۰ زندانیان ازاد شوي دي.

د حزب‎اسلامي یو شمېر سرچینو ویلي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د دغه ګوند یو شمېر نور زندانیان هم له زندانه ازاد شي.

د حزب‎اسلامي د ویاند حشمت‌الله ارشد په وینا د دغه ګوند یو شمېر زندانیان لا هم د افغانستان په ځانګړي توګه په بګرام او پلچرخي زندانونو کې بندیان دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ملي نه‌دی او د یوه ځانګړي قشر لپاره کار کوي.

ښاغلی ارشد همدا شان وايي چې له څو کلونو راپه‎دې خوا د دغه ګوند یو شمېر غړي ان په ګوانتانامو زندان کې شپې ورځې تېروي.

ازادي راډیو په دې اړه د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیفخانو له رئیس عبدالعلیم کوهستاني او همدا شان د لویې څارنوالۍ له ویاند جمشید رسولي سره اړیکې ټینګې کړې، خو دواړو یې د سیما سمر د ادعاوو په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل د حزب اسلامي ګوند د خوشې شویو زندانیانو په اړه د سیما سمر وروستۍ څرګندونې مغرضانه او سیاسي وبللې.

د بشر حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل
د بشر حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل

ښاغلي لعل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۷» ازادي راډيو ته وویل:

"په بشپړ ډول دغه کمېسیون ملي نه‎دی او دا یو سیاسي کمېسیون دی چې د یو ځانګړي قشر لپاره کار کوي، موږ له دولته غواړو چې د کمېسیون برخلیک دې مشخص کړي او دغه کمېسیون دې ملي کړي، څو کمېسیون ملي چلند وکړي نه‌سیاسي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‎دې اړه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نظر واخلي، خو بریالۍ نه‎شوه.

ښاغلی لعل همدا شان وايي، د بشري حقونو سازمان په‎دې اړه چې ګواکې د حزب‎اسلامي په ازاد شویو زندانیانو کې طالبان شامل دي اسناد په لاس کې نه‎لري.

د نوموړي په خبره که په‎دې برخه کې کره اسناد موجود وي، باید له اړوندو دولتي بنسټونو سره شریک کړل شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG