د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

د افغانستان د زندانونو رئیس د زندانونو په اړه د سیما سمر څرګندونې رد کړې


د افغانستان د زندانونو او توقیف خونو عمومي رئیس د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون هغه څرګندونې ردوي چې ویلي یې دي، د دغه هېواد زندانونه د طالب جوړونې په فابریکو بدل شوي دي.

د افغانستان د زندانونو او توقیف خونو عمومي رئیس عبدالعلیم کوهستانی وايي، له زندانونو ازاد شوي زیاتره طالب بندیان بېرته د جګړې ډګرونو ته نه‌دي تللي.

ښاغلي کوهستاني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې له پنځو تر ۱۰ سلنې پورې ازاد شوي طالب بندیان له دې امله بېرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي چې کورونه‌یې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې دي، خو زیاتره‌یې د جګړې د ډګرونو پر ځای، بېرته عادي ژوند ته ورګرځېدلي دي.

نوموړی وایي:

"موږ سلګونه داسې موارد لرو، هغه زندانیان چې د داخلي امنیت په تور زنداني وو، د بند د دورې له پوره کولو وروسته په شخصي کارونو بوخت شوي او د جګړې ډګرونو ته نه‌دي تللي، دا په هېڅ صورت نه‌تأییدوو چې د افغانستان زندانونه دې د طالب جوړونې په فابریکو بدل شوي وي."

د افغانستان د زندانونو عمومي رئیس د بشري حقونو له خپلواک کمېسيونه غواړي په دې تړاو د اروزنې لپاره دې يو پلاوی زندانونو ته ورولېږي.

د نوموړي په خبره، زندانیان په زندانونو کې د علم او کسب پر زده‌کړو بوخت دي او د زندانونو مسؤلین له هرې ممکنې لارې د زندانیانو د اصلاح لپاره هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې سیما سمر تېره ورځ په يوې غونډه کې ویلي دي چې د زندانونو د بد وضعیت له امله، د هېواد زندانونه د طالب جوړونې په فابریکو بدل شوي دي.

د دې په خبره، ځيني زندانیان سره له دې چې د بند موده‌يې پوره شوې وي، خو بیا هم په زندانونو کې ساتل کېږي.

اغلې سمر ویلي، يو شمېر کسان که څه هم په درنو جرمونو تورن پېژندل شوي، خو په بند کې د يوې لنډې مودې له تېرولو وروسته، ازاد شوي، خو داسې کسان هم شته چې په وړو جرمونو له کلونو راهیسې په زندانونو کې پراته دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې دا شان په زندانونو کې د لازمو امکاناتو د کمښت له امله هم اندېښنه ښودلې ده.

د زندانونو رئیس عبدالعلیم کوهستانی هم مني چې د ځای د کموالي له امله په ځينو زندانونو کې د بندیانو شمېر زیات دی.

اوس‌مهال د افغانستان په زندانونو په ځانګړې توګه، د کابل په څرخي زندان کې شااوخوا ۳۰ زره زندانیان ساتل کېږي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، دا چې يو شمېر طالب زندانیان د بند له مودې پوره کولو وروسته بېرته د جګړې سنګرونو ته ځي، دا د افغانستان د حکومت ګناه نه‌ده.

د دغې جرګې يو غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي، هغه کسان چې د خلکو په وژنو مجرم پېژندل کېږي، باید اعدام شي.

عبدالقادر ځاځی وطندوست وایي:

"هغه زندانیان چې د خلکو په وژنو کې لاس لري، باید اعدام شي، همدغه د بشري حقونو کمېسيون او اغلې سمر بیا چیغې وهي چې اعدام نه‌شي او د اعدام حکم د جزا له قانونه وباسئ."

له دې وړاندې هم د افغانستان په زندانونو کې د زندانیانو د ناوړه وضعیت په اړه راپورونه خپاري شوي دي.

خو د زندانونو د رئیس په ګډون، مسؤلو چارواکو په کراتو ویلي دي چې د شته ستونزو په ځانګړې توګه، د زاندانیانو لپاره د لازمو امکاناتو د برابرولو لپاره جدي هڅې کوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG