د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

بېلابېلو قشرونو سره د انتخاباتو، سولې او اداري اصلاحاتو په اړه د ولسمشر مشورې!


د افغانستان ولسمشر د انتخاباتو، سولې، له طالبانو سره د احتمالي اوربند او په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستلو په مقصد، له سیاسي ګوندونو، عالمانو، د ښځو له شبکو، د انتخاباتو د څار له بنسټونو او رسنیو سره مشورې کوي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ولسمشر د هېواد له مختلفو قشرونو سره مشورې پیل کړي دي.

ښاغلی چخانسوري وايي، راڼه انتخابات او پرې اغېزمنه څارنه، د سولې د پروسې او له طالبانو سره د احتمالي اوربند په اړه اندیښنې او وړاندیزونه او په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستل هغه موارد دي چې ولسمشر یې په هکله مشورې کوي.

د ده په خبره په پام کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني په راتلونکي اوونۍ کې په‎دې هکله، د رسنیو له استازیو، د انتخاباتو د څار له بنسټونو او دیني عالمانو سره هم وویني.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

چخانسوري زیاته کړه:

"په‎دې برخه کې به بېلابېل قشرونه له ځانګړو وړاندیزونو سره راشي، وړاندیزونه به جمع بندي شي او وروسته چې هر څه د حکومت صلاحیت وي، تصمیم به ونیول شي او هغه څه چې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون پورې اړه لري، هغو ته به وسپارل شي چې په خپلو کړن‎لارو کې یې په پام کې ونیسي."

د ولسمشر ویاند وویل، احتمال لري چې د لوی اختر په شپو ورځو کې له طالبانو سره اوربند وشي.

ده وویل، د ولسمشرۍ، د ولسوالیو د شوراګانو او د ولایتي شوراګانو انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوا تردې اعلان کړی چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د روان کال د مېزان په ۲۸مه او د ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو هغه به د را روان لمریز کال د حمل په ۳۱ مه وشي.

د ولسمشر د ویاند په خبره ښاغلي غني مخکې له دې ۵۳ راجسټر شوېو سیاسي ګوندونو سره لیدلي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

په ورته وخت کې ځیني سیاسي ګوندونه د ولسمشر دغه اقدام ستايي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان د حزب‎اسلامي ویاند حشمت الله ارشد ازادي راډیو ته وویل، افغان ولسمشر د حزب اسلامي له مشر سره هم د سولې، له طالبانو د اوربند په اړه خبرې کړي دي.

نوموړی وايي:

"ډېره ښه خبره او نیک اقدام دی چې ولسمشر د سیاسي ګوندونو له مشرانو، سره ویني او د لویو ملي موضوعګانو په اړه ورسره خبرې کوي."

حشمت الله ارشد
حشمت الله ارشد

دا په‎داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د ځینو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د خبرو په لړ کې د انتخاباتو په پروسه کې د ځینو دولتي کارکوونکو او منسوبینو د لاس‎وهنې د مخنیوي په اړه یو فرمان هم صادر کړی دی.

په فرمان کې راغلي چې امنیتي ځواکونه اجازه نه‎لري چې د نومونو د ثبتولو او د رأیو شمېرلو مرکزونو ته ننوځي.

په فرمان کې دا هم راغلي چې حکومتي چارواکي حق نه‎لري له دولتي منابعو نه په استفادې سره د ځان په ګټه یا د نورو په زیان کار واخلي.

همدا شان فرمان وايي چې امنیتي ځواکونه باید د رأیو ورکولو او د رأیو شمارلو مرکزونه ته د دولتي مسؤلینو د ساتونکو او غېر وسله‎والو ټوپکوالو د ورتللو مخه ونیسي.

فرمان دا هم ویلي چې که څوک سرغړونه وکړي امنیتي ځواکونه مکلفیت لري چې هغوی عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG