د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۰۱

د پلچرخي زندانیان: د عفوې له فرمانونو ولې بې برخې پاتې شوي یو؟


د افغانستان د ولسمشر د دستور پر اساس، یوه حکومتي پلاوي پرون جمعه په پلچرخي زندان کې له هغو بندیانو سره چې اعصاب یې کړی دی، وکتل.

د پلچرخي زندان سل ګونه بندیان له څو ورځو راهیسې په غذايي اعتصاب کې دي.

اعتصاب کونکي ادعا کوي چې د زندانیانو د عفوې او د بند د مودې د کمېدو په ارتباط د ولسمشر د هغو ځانګړو فرمانانوله ګټې بې برخې پاتې شوي چې په خاصو مواردو کې ورکول کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محبسونو اوتوقیف ځایونو رئيس، عبدالعلیم کوهستاني په دې اړه ازادي راډیوته وویل:

"د اعتصاب کونکو شمېر د څلور او څلورنیم زره کسانو ترمنځ دی، د هغوي معقولې او قانوني غوښتنې موږ له چارواکو سره مطرح کړې. د جمهور رئیس دهدایت پر اساس یو پلاوي راغلی و او پرون یې بیا دزندانیانو له استازوسره وکتل."

د کوهستاني په وینا، د اعتصاب کونکو په منځ کې د کومې روغتیايي ستونزې خبر نه دی ورغلی او وضعیت تر څارنې لاندې دی.

XS
SM
MD
LG