د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

د پاکستان د پارلمان مشر وټاکل شو


د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړی اسد قیصر د دې هېواد د نوي منتخب شوي پارلمان مشر شو.

د پاکستان د ۱۵مې دورې د پارلمان غړو نن چهارشنبه په پارلمان کې دننه د دې ادارې د مشر لپاره ټاکنې وکړې چې په نتیجه کې یې د تحریک انصاف ګوند کاندید اسد قیصر خپل سیال خورشید شاه ته ماتې ورکړه.

د پارلمان د مشرۍ لپاره تر رأی اچونې وروسته د پارلمان اوسني مشر ایاز صادق وویل چې په دغو ټاکنو کې اسد قیصر د ۱۷۶ رأیو په اخیستو کامیاب شوی او د هغه په سیالۍ کې د مخالفو سیاسي ګوندونو ګډ کاندید خورشید شاه ۱۴۶ رأیې اخیستې دي.

د اسد قیصر د سوګند کولو پر مهال په پارلمان کې د مسلم لیګ ن غړو احتجاج وکړ او د «جعلي ووټ نامنظور» نعرې یې هم ووهلې.

اسد قیصر د خېبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی دی چې په تېره دوره کې د همدې ګوند له‌خوا د خېبر پښتونخوا صوبايي اسامبلې ته بریالی شوی و چې بیا وروسته د خپل ګوند له‌خوا د دغه اسامبلۍ مشر «سپیکر» هم وټاکل شو.

نوموړي دا ځل په ټولټاکنو کې د صوبايي اسامبلې پر ځای قومي اسامبلې ته ولاړ و چې بریالی شو.

په پاکستان کې د تېرې میاشتې په ۲۵مه نېټه ټولټاکنې ترسره شوې چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند په‌کې د نورو ګوندونو په پرتله د قومي اسامبلۍ یا پارلمان ډېرې څوکۍ وګټلې.

د پاکستان د پارلمان نویو منتخب شویو غړو د دوشنبې په ورځ سوګند وکړ چې ورسره سم د پارلمان د مشر او د نوي صدراعظم د ټاکنې نېټې هم اعلان شوې.

ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه به د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره په پارلمان کې ټاکنې کېږي او په ۱۸م د اګسټ به نوی صدراعظم سوګند وکړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د صدراعظمۍ څوکۍ ته خپل مشر عمران خان او د تحریک انصاف مخالفو سیاسي ګوندونو بیا په ګډه د مسلم لیګ «ن» مشر شهباز شریف کاندید کړی دی.

XS
SM
MD
LG