د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند: د نوي حکومت په جوړېدو کې هېڅ ستونزه نه‌لرو


وروسته له هغه چې د پاکستان سیاسي ګوندونه د تېرې چهارشنبې په انتخاباتو کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د بریالیتوب سره مخالفت وکړ، تحریک انصاف ګوند ادعا کوي چې د نوي حکومت په جوړېدو کې هېڅ ستونزه نه‌لري.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند وایي د دغه هېواد د ملي اسامبلې د ۱۱۵ څوکیو په ګټلو سره د نوي حکومت جوړېدل ورته ستونزمن کار نه‌دی.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یوه لوړپوړي غړي شاه محمود قریشي تیره ورځ په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته وویل چې د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام هغه کړنې چې نور ګوندونه د لوړې مراسمو تحریمولو ته هڅوي، بې‌ځایه دي.

ښاغلي قریشي زیاته کړه:

"موږ د حکومت په جوړولو کې کومه ستونزه نه‌لرو. هغه څوکۍ چې مو ګټلي، دومره دي چې د مسلم لیګ نواز ګوند او پیپلز پارټي پرته هم په ارامۍ سره حکومت جوړ کړو."

د تحریک انصاف ګوند یو لوړپوړی غړی شاه محمود قریشي
د تحریک انصاف ګوند یو لوړپوړی غړی شاه محمود قریشي

په پاکستان کې د جولای د ۲۵مې په انتخاباتو کې تحریک انصاف ګوند د پارلمان ۱۱۵ څوکۍ، مسلم لیګ نواز ګوند ۶۴ څوکۍ او پیپلز پارټي ۳۳ کرسۍ خپلې کړې.

د دې لپاره چې یو ګوند وکړای شي په یوازې سر حکومت جوړ کړي، نو د ۱۳۷ څوکیو ګټلو ته اړتیا وه.

اوس چې تحریک انصاف ۱۱۵ څوکۍ لري نو ۲۲ نورو کرسیو ته اړتیا لري چې یا د نورو ګوندونو او یا د خپلواکو منتخب کاندیدانو سره ائتلاف وکړي.

د دې لپاره چې یو ګوند وکړای شي په یوازې سر حکومت جوړ کړي، نو د ۱۳۷ څوکیو ګټلو ته اړتیا وه.

د پاکستان پارلمان په مجموع کې ۲۷۲ کرسۍ لري.

د پاکستان پیپلز ګوند یو لوړپوړی غړی خورشید شاه وایي د دغه هېواد سیاسي ګوندونو توافق کړی چې ټوله به پارلمان ته ولاړ شي او د اپوزېسیون رول به ولوبوي.

په همدې حال کې د مذهبي ګوندونو اتحاد چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن یې استازیتوب کوي، د بېلابېلو ګوندونو له مشرانو سره کتلي او له هغوی څخه‌یې غوښتي چې د پارلمان غونډې تحریم کړي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن

خو د دغه اتحاد یو بل غړی د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند بیا بل دریځ لري.

د دغه ګوند مشر سراج‌الحق تېره ورځ په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دوی ګوند به نوي حکومت ته د کار موقع ورکړي.

سراج‌الحق زیاته کړه:

"د ډموکراسۍ او د پارلمان د صلاحیت د خوندیتوب لپاره او هم د ملکي حکومت د جوړولو لپاره غواړو نوي حکومت ته د کار کولو موقع ورکړو. موږ د اسلامي رفاه او د تغییر او تحول راوړلو په برخه کې د عمران خان د ژمنو پوره کېدو ته انتظار باسو. موږ په پارلمان کې دننه او دباندي سیاسي تحکیم غواړو. د اپوزېسیون په توګه خپل رول ته ادامه ورکوو."

د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې د مذهبي ګوندونو اتحاد ۱۲ کرسۍ ترلاسه کړې او تر انتخاباتو وروسته‌یې د درغلیو د ادعا په کولو سره مظاهرې هم وکړې.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون: دغه ټاکنې رڼې او عادلانه ترسره شوې.

​د پاکستان د ټولو سیاسي ګوندونو استازي د مسلم لیګ نواز ګوند په کوربه‌توب تر انتخاباتو وروسته راټول شوو او اعلان‌یې وکړ چې په دې انتخاباتو کې د عمران خان په ګټه درغلي شوې او دوی یې نتایج نه‌مني.

د پاکستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وایي چې دغه ټاکنې رڼې او عادلانه ترسره شوې او د ټولو ګوندونو لپاره یو ډول زمینه برابره شوې وه.

XS
SM
MD
LG