د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

بغلان کې څه لامل شول چې د کوکنارو په کښت کې کموالی راشي؟


د بغلان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د تریاکو پر خلاف مذهبي تبلیغات، د بیې ټټېوالی، د هوا بدلون او د څارویو لپاره د وښو کموالی د دې سبب شوی چې د کوکنارو په کښت کې کموالی راولي.

د بغلان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس فضل الحق انداربي وايي چې د دې ولایت خلک د کوکنارو له کښته خواتوري شوي دي، بزګران وايي چې که دولت له دوی سره د حلال کښت په برخه کې مرسته وکړي، نو بزګران به هېڅکله هم کوکنار و نه کري.

ښاغلی انداربي بزګرانو ته عامه پوهاوی، د هوا بدلون او د څارویو لپاره د وښو کموالی د کوکنارو کښت د کموالي سبب ګڼي.

نوموړی زیاتوي:

"د تېرکال په پرتله سږکال سره له دې چې د کوکنارو کښت مو له منځه نه‎دی وړی، بیا هم په ولسوالیو کې لږ کوکنار کرل شوي وو. د هوا بدلون او د څارویو لپاره د وښو کمښت او په دې برخه له ستونزو سره مخ کېدل، هغه دلیلونه دي چې سږ کال د تېرکال په پرتله په بغلان کې د کوکنارو په کښت کې کموالی راغلی دی."

دغه راز د هغو ولسوالیو بزګران چې پخوا به یې تریاک او بنګ کرل اوس د نشه يي موادو له کښته ناهیلي شوي او وايي چې نور په خپله خوښه تریاک نه کري.

خو پوښتنه دا ده چې بزګران ولې کوکنار کري؟

د بغلان ولایت د پلحصار ولسوالۍ یو اوسېدونکی غلام سرور په دې اړه د بېلابېلو دلیلونو یادونه کوي:

"کیلو یې په لس زره وه، اتو زرو ته را ښکته شوه، له اتو زرو په پنځه زره شوه، خو باالاخره اوس یې کیلو په زر افغانۍ ده. په زر افغانۍ یې هم اوس څوک نه اخلي. په علت یې نه پوهېږم، خو اوس خلک خپله پښېمانه دي. ملایان وايي چې د کوکنارو په کښت سره ځمکه ۷۰ کاله د الله له ذکره پاتې کېږي، ایمان او عقيدې ته مو زیان لري. روزه او لمونځ مو نه کېږي."

بزګران وايي چې که دولت دوی ته سړې خونې جوړې او دوی بدیل کښت ته وهڅوي، ښايي په څو راتلونکو کلونو کې هېڅوک هم کوکنار ونه‎کري:

"د اندراب خلک ټول باغونه او زراعتي ځمکې لري، خو د دې ولایت پر مېوو، پیازو او پټاټو باندې پانګونه نه‎ده شوې او سړې خونې هم نه‎دي ورته جوړې شوې، ترڅو د بزګرانو حاصلات په سمه توګه خوندي او بیا خرڅ کړای شي. باید دولت پر دې برخې پانګونه کړې وای، ترڅو د ځمکه‎والو پام د مېوې باغونو ته واوړي او د کوکنارو له کښت څخه لاسونه واخلي."

د بغلان ولایت د زراعت رئیس عبدالوهاب خیرزاده وايي چې د بزګرانو د هڅونې لپاره ګڼ پروګرامونه په پام کې لرو، ترڅو دوی د کوکنارو له کښته لاس واخلي:

"په مجموع کې زموږ ټول فعالیتونه د کوکنارو د کښت لپاره ښه بدیل دي چې دا مهال د بېلابېلو ولسوالیو په شلو ټوټو ځمکو کې په امتحاني ډول زعفران کرل شوي چې دا خپله يو ښه بدیل دی او دې‎ته ورته لکه سږکال د سرې او اصلاح شويو تخمونو وېش. دغه راز مو د بزګرانو لپاره د سړو خونو وړاندیز هم کړی دی، ترڅو وکولای شو چې د دوی محصولات ورکې وساتو."

بغلان په شمال ختیځو ولایتونو کې د تریاکو د تولید په سر کې راځي او د معتادینو شمېر یې هم په دې وروستیو کې له نېږدې دوو زرو څخه اویا زرو ته اوچت شوی دی.

دا په‎داسې حال کې ده چې په بغلان ولایت کې له څلورو کالو راهسې د کوکنارو و د کښت پر خلاف اقدام نه‎دی شوی، له همدې امله د کوکنارو د کښت کچه له ۱۶۰ هکټارو ځمکې څخه ۱۱۰۰ هکټاروته لوړ شوې ده.

غږیزه بڼه یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00
مستقیم لېنک

راپور: بشیر احمد غزالي

XS
SM
MD
LG