د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

سلګونه افغان زندانیان به له پاکستان او تاجکستان نه افغانستان ته ولېږدول شي


د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې په سلګونو افغان زندانیان به په لنډ وخت کې له ایران او تاجکستان څخه افغانستان ته انتقال شي.

په لویه څارنوالي کې د ازادیو د سلب شویو ځایونو د څار د برخې رئیس عزیز احمد سرباز ازادي راډیو ته وویل چې ډیر زندانیان به له ایرانه هېواد ته راستانه شي.

دی وايي:

"شاوخوا ۴۰۰۰ تنه مو د اوس لپاره په ایران کې زنداني دي او له دې څخه مو د نيژدې ۱۰۰۰ تنو اسناد تنظیم کړي چې ۶۲۳ تنه یې هيواد ته ستانه شوي. همدا راز په تاجکستان کې هم ۱۷۴ تنه چمتو شوي چې له خیره افغانستان ته راشي."

د افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۸۷ کې د بندیانو د تبادلې توافقنامه لاسلیک شوه.

په دغه هېواد کې د راپورونو له مخې په لسګونو افغانان اعدام شوي او پر لسګونو زنداني افغانانو د اعدام حکم شوی دی چې د پلي کېدو لپاره انتظار کوي.

د افغانستان په بل ګاونډي تاجکستان کې بیا د داسې زندانیانو راپورونه نه دي ورکړل شوي چې هغوی په اعدام محکوم وي.

له تاجکستان سره د افغانستان حکومت یو کال وروسته تر دې د زندانیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړ چې ورته تړون یې له ایران سره امضا کړ.

تردې تړون وروسته ۵۸۰ افغان زندانیان له تاجکستانه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

تاجکستان سره د افغانستان پوله
تاجکستان سره د افغانستان پوله

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، عدلېې وزارت، کورنیو چارو وزارت او لویه څارنوالي په همکاري افغان زندانیان له ګاونډیو هېوادو افغانستان ته انتقالېږي، خو سربېره پردې چې د زندانیانو پر توافق نامې کلونه اوښتي دي دغه بهیر ورو دی.

عزیز احمد سرباز هغو زندانیانو ته لارښوونه کوي چي کارونه یې ځنډیدلي دي، دی وایي:

"اوس دا په دې پورې اړه لري چې زموږ ډیپلوماتان خپل کارونه څومره ژر مخته وړی شي او کله چې اسناد موږ ته را ورسېږي موږ به خپلې هڅې پيل کړو. زموږ پیغام دا دی چې زموږ هر هېوادوال چې په کوم هېواد کې بندي دی که هلته زموږ سفارت وي، هلته دې اړیکي ونیسي او که د دوی خپل خپلوان په افغانستان کې وي لويه څارنوالي د دوی په خدمت کې ده، درخواستونه یې منو ستونزه نه شته."

د ایران او تاجکستان په څېر افغانستان له روسیې سره هم د بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړی دی، خو د دغو هېوادو ترڅنګ ګڼ افغانان په پاکستان او یو شمېر عربي هېوادو کې زنداني دي چې ځینو یې ازادي راډیو ته د ټیلیفوني پیغامونو له لارې شکایتونه ثبت کړي دي او له افغان چارواکو یې غوښتي دي چې د دوی غم وخوري.

XS
SM
MD
LG