د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

ولسي جرګې د بېلابېلو ولایتونو د سولې غوښتنې له کاروانونو ملاتړ وکړ


د افغانستان ولسي جرګې د بېلابېلو ولایتونو د سولې غوښتنې له کاروانونو ملاتړ اعلان کړ.

له بېلابېلو ولایتونو مرکز کابل ته د څو کاروانونو له رارسېدو وروسته، اوس د افغانستان ولسي جرګه له دغو کاروانونو د ملاتړ خبر ورکوي او له دوی سره په مرسته ټینګار کوي.

د دې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۱» د ورځې په عمومي غونډه کې د دغو کاروانونو د سولې غوښتنې د حرکت ستاینه وکړه او په ټینګار سره‌يې وویل چې باید د دوی نظریات واورېدل شي او مرسته ورسره وشي.

عبدالرؤف ابراهیمي
عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"د کورني امنیت کمېسیون ته مو له وړاندې دنده ورکړې چې د سولې هغه کاروانونه چې له بېلابېلو ولایتونو راغلي، باید یو وار دوی له نږدې ورشي، له هغوی سره وګوري او غوښتنې يې د تالار داخل ته انتقال کړي او ولسي جرګه د هغوی له دې برحقې غوښتنې ملاتړ کوي او مرسته به ورسره وکړو."

د هلمند د سولې ولسي حرکت له ۳۶ ورځني سفر وروسته چې سلګونه کېلو متره لاره‌يې پلې ووهله، تېره اوونۍ کابل ته راورسېده او اوس په کابل کې د امریکا د سفارت مخې ته خپل اعتراض ته دوام ورکوي.

له بلې‌خوا یو شمېر هغه افغان کډوال چې د سولې ولسي حرکت‌يې له پېښوره پیل کړی و، هم تېره اوونۍ کابل ته راورسېدل او د جنګ له دواړو اړخونو يې د جګړې د ختمولو غوښتنه کوله.

د روانې اوونۍ په پیل کې د کونړ له ولایته راوران شوی د سولې کاروان هم کابل ته رارسېدلی او د دې ښار په حضوري چمن کې ځای پر ځای شوی دی.

د سولې دغه ټول ولسي حرکتونه په یو غږ په هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو غوښتنه کوي او د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې اوربند وکړي.

له بېلابېلو ولایتونو د سولې دغه حرکتونه د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي او په بېلابېلو سیمو کې يې خلکو پراخ ملاتړ کړی دی.

په همدې حال کې یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې له دغه ډول ولسي حرکتونو د خلکو په ځانګړي ډول، د ملي شورا ملاتړ د کاروان د غړو د حوصلې د پیاوړتیا لامل گرځي.

له ډلې يې داود مایار ازادي راډيو ته وویل:

"په دې کې شک نه‌شته چې د خیر له هر پيغامه چې حکومتي ارګانونه وي او که نور سازمانونه چې ملاتړ يې کوي، دا ښه خبره ده او باید له دوی ملاتړ وشي، که چېرې خلک یووالی پیدا کړي او له دوی ملاتړ وکړي، نو د مبارزه کوونکو پر روحیې مثبت تأثیرات لري او دا مهم رول لوبوي."

ښاغلی مایار ټينګار کوي چې دغه ډول ملاتړ کولای شي چې د جګړو په ښکېلو غاړو فشار وارد کړي، ترڅو له جګړو لاس واخلي او دایمي سولې ته حاضر شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG