د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

ارګ: د سولې په خبرو کې امریکا د افغانانو او حکومت ځای ناستی نه‌شي کېدای


د افغانستان جمهوري ریاست د هغو راپورونو په غبرګون چې ګوندې امریکا له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته چمتوالی ښودلی وايي، د سولې په خبرو کې امریکا د افغانانو او حکومت ځای ناستی نه‎شي کېدای.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، امریکا د افغان حکومت په غوښتنه دې ته چمتو شوې چې د سولې په خبرو کې ونډه واخلي، ملاتړ یې وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د نوموړي په وینا د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره له طالبانو سره هر ډول مذاکرات به یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کېږي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د امریکا متحده ایالات له افغان حکومت سره په مشوره په‎دې لټه کې دی چې د افغانستان د سولې لپاره لارې چارې ولټوي، د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره هر ډول مذاکرات به یوازې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ وي، د امریکا متحده ایالات به د افغانانو او حکومت ځای ناستی نه‎وي، دا د افغانستان حکومت دی چې باید له طالبانو سره په هر ډول اصولي خبرو کې شامل وي."

  • دا چې د امریکا د اسانتیاوو له برابرولو هدف څه دی؟

ښاغلی مرتضوي وايي، دغه اسانتیاوې کیدای شي د تشویق او هڅونې تر بریده وي.

نوموړي دا راپورونه رد کړل چې ګوندې امریکا چمتو ده چې له وسله‎والو طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ډیپلوماټانو ته لارښونه کړې چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتوالی ونیسي.

که څه هم دغې ورځپاڼې د کومې سرچینې نوم نه‎دی اخېستی، خو لیکلي یې دي چې افغان او امریکايي چارواکو یې هرکلی کړی او د یادو چارواکو په وینا د امریکا دغه تازه اقدام به د افغان حکومت او طالبانو د نېږدې والي لامل شي او د دواړو لورو ترمنځ به د رسمي خبرو پيل ته زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم دغه راپورونه رد کړي دي.

د دغو راپورونو تر خپرېدو وروسته یاد ماموریت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کندهار کې د جنرال جان نیکلسن هغه څرګندونې چې ګواکې امریکا له طالبانو سره خبرو ته چمتوالی نیسي، تحریف شوي دي.

په ورته وخت کې اسوشیټېډ پریس خبري اژانس خبر ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې ویلي، له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره د دوی دروازې پرانېستې دي، څو دغه ډله له افغان دولت سره اوربند ته وهڅول شي.

خو رویټرز خبري اژانس د طالبانو د سیاسي دفتر د یوه ویاند سوهیل شاهین له قوله ویلي، دوی دې خبرې ته په تمه وو او هرکلی یې کوي.

د شاهین په وینا دوی منتظر و چې د دغې ډلې د مشرانو نومونه له تور لېسته حذف شي، څو وتوانېږي چې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

رویټرز همدا شان د شاهین له قوله ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یوه مهمه موضوع ده او دوی تمایل لري چې له امریکا سره د دوی په اندېښنو وغږېږي.

خو افغان دولت بیا تل ټینګار کړی چې د سولې د خبرو ملکیت به له افغانانو سره وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو ته چمتوالی ښودلی ویلي چې دغه حرکت د سولې د خبرو د پیل لپاره یو مهم ګام دی.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د واشنګټن او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به د افغانستان د سولې د پروسې د بریالیتوب لامل شي.

د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم په دې باور دي چې د سولې په خبرو کې د امریکا ګډون به په افغانستان د سولې د ټینګښت او د جګړې د ختمدېدو لامل شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې انتظارخادم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

انتظار خادم
انتظار خادم

"دا په‎دې معنی نه‎دی چې له افغان حکومت پرته به مذاکرات وشي، طالبان، د افغانستان حکومت او امریکا درې واړه دې سره کیني او په خپلو مسایلو دې بحث وکړي، د سولې له خبرو د امریکا ایستل ښه نه‎دي، بلکې د جګړې د دوام انتخاب دی."

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي غونډه کې د سولې په پروسه کې د امریکا له همکاریو هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې د سولې خبرې مالکیت باید د افغانانو په لاس کې وي.

د نوموړي په خبره افغانستان یو خپلواک هېواد دی او باید افغانان له طالبانو سره په خپلواکه توګه سولې خبرو ته ولاړ شي.

راپور: رحمت‎الله افغان​

XS
SM
MD
LG