د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

تر راتلونکو ۱۰ کلونو د کابل د بې‌اوبو کېدو په اړه خبرداری!


د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر وچکالي یو جدي ګواښ بولي او وايي، دغه ستونزه د تېرو څو کلونو د نه‌پاملرنې له امله رامنځته شوې.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم د سې شنبې په ورځ «په کابل کې د اقلیمي بدلون او د وچکالۍ د پېښو مدیریت» تر عنوان لاندې ورکشاپ کې په کابل کې له اوبو ګټه اخیستل ناسم وبلل او ویې ویل، که پام ورته ونه‎شي، کابل به د اوبو له پلوه له ستونزو سره مخ کړي.

دی وايي:

"له راپورونو ښکاري چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۲۹ میلیونه متره مکعب ده، خو زموږ برداشت دا دی چې د اوبو کلنۍ اړتیا ۳۲ میلیونه متره مکعب ده، یعنې موږ ۳ میلیونه متره مکعب اوبو د کسر له موازنې سره مخ یو، که دغه بهیر دوام پيدا کړي، که هیلې هم موجودې وي، موږ ته په راتلونکو کلونو کې اوبه نه‌پاتې کېږي."

ښاغلی فهیم زیاتوي چې په کلني ډول په کابل او نورو لویو ښارونو کې د اوبو سطحه ۲۰ متره ښکته ځي چې دا یوه جدي ستونزه ده.

نوموړی وايي، دا مهال په ۲۰ ولایتونو کې چې شااوخوا ۱۳ میلیونه انسانان په‎کې اوسېږي، د وچکالۍ تر تأثیر لاندې راغلي چې دغې مسئلې په کرنه، څارویو او د کورنیو په اقتصاد منفي تأثیر کړی.

د وچکالۍ په اړه د خلکو د عامه پوهاوي او د اقلیمي بدلون په اړه لا له وړاندې د تدابیرو د نیولو په هدف په کابل کې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د ۳۴ ولایتونو رئیسانو، د کورنیو او بهرنیو بنسټونو مسؤلینو او پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت متخصصینو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت او «ډبلیو. اېچ. اېچ» په همکارۍ په کابل کې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

د دغه ورکشاپ ګډونوال به د وچکالۍ د راتګ په عواملو، په وړاندې یې د پرتو ستونزو او د حل په لارو چارو بحث وکړي.

په ورته وخت کې په ولایتونو کې پېښو ته د رسېدنې یو شمېر رئیسان وايي، په ځینو ولایتونو کې د وچکالۍ زیاتوالي اندېښمن کړي.

د فراه او جوزجان دوه تنه رئیسان عبدالغفور ایوبي او عبدالوهاب په‎دې اړه وايي:

"په فراه ولایت کې وچکالۍ د خلکو، کرنې او همدا شان څړځایونو ته زیان اړولی."

"د جوزجان د ولایت په کچه د مالدارانو په ګډون ۶۱ زره کورنۍ او بزګران د وچکالۍ له امله شدید متضرر شوي دي."

دوی له حکومته غواړي چې له وچکالۍ سره د مقابلې لپاره لا له وړاندې تدابیر ونیسي او د فاریاب ولایت وچکالۍ ځپلو سره زیاتې مرستې وکړي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې د چارو متخصصین په‎دې باور دي که له وچکالۍ سره مقابلې ونه‎شي او ځانګړې پاملرنه ورته ونه‌شي، دغه ستونزه به په لنډ مهال کې د خلکو کرنه او مالچرونه له‌منځه یوسي او په اوږد مهال کې به د بې‌وزلۍ، بې‎کارۍ، کډوالۍ او حتی په هېواد کې د ناامنۍ لامل وګرځي.

راپور: رحمت‎الله افغان​

XS
SM
MD
LG