د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

په هرات کې یو بې‌ځایه شوی: پاچاهي نه‌غواړم، یوازې له وچکالۍ مړه نه‌شو


د هرات د ختيځ په شيدايي دښته کې زرګونه کسان په بې‌برخليک حالت کې شپې ورځې سبا کوي.

دوی د وچکالۍ له کبله له غور، فارياب او بادغيس څخه بې‌ځايه شوي او دغې سیمې ته‌یې پناه راوړې ده.

  • له بادغیس نه بې‌ځایه شوی

له هغې ډلې یو یې ٤٣ کلن عبدالقيوم دی.

دی اړ شوی چې د بادغيس ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې کرنه او مالداري پرېږدي.

هغه اوس د هرات په شيدايي دښته کې تر يوې خیمې لاندې له خپلې مېرمنې او اتو ماشومانو سره ژوند کوي.

عبدالقيوم ازادي راډيو ته وويل، د سږ کال وچکاليو د هغه کروندې او څارويو ته زيان رسولى دى.

عبدالقیوم از بادغیس
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:28 0:00

دی زیاتوي:

"موږ ځکه بې‌ځايه شوو چې وچکالي وه، څاګانې او چينې وچې شوې، کروندې مو حاصل نه‌ورکاوه، غواګانې او پسونه مو درلودل، خو تلف شول، خلکو يوه غوا په يو لک افغانيو هم رانيولې وه چې اوس‌يې څوک په ٢٠ زره روپۍ هم نه ورڅخه رانيسي، د يوه پسه بيه له ٨ زره افغانيو څخه ٢ زره افغانيو ته ورسېده."

د هرات ولايت محلي چارواکو ويلي چې تېره مياشت نږدې پنځه زره کورنۍ له بادغيس، غور او فارياب څخه هرات ته ورغلي او د هرات په ختيځ کې مېشتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په وروستيو کې خبردارى ورکړ چې وچکالۍ د بادغيس، ارزګان او جوزجان په ګډون ٢٠ ولايتونه اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د مې مياشتې په راپور کې چې د بشري مرستو د همغږۍ په اړه دى، راغلي:

"دغه وچکالي پر هغو کورنيو ناوړه اغېز کوي چې ژوند يې په کرنې پورې تړلى دى، دوى له مخکې هم غذايي خونديتوب نه‌درلود چې شمېر يې ٢ ميليونه او ٢ لکه کسانو ته رسېږي."

  • له ارزګانه بې‌ځایه شوی

جانان کوچى په ارزګان کې په مالدارۍ بوخت دى.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د سږ کال وچکالۍ د ده غوندې ګڼ نور کوچيان اندېښمن کړي دي.

جانان کوچی بی‌جا شدۀ از ارزگان
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

دی وایي:

"موږ ژمى او پسرلى بې‌بارانه تېر کړ، غرونو او دښتو واښه نه‌دي کړي، کوچيان سخت په عذاب دي."

د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولايت اوسېدونکي هم ورته اندېښنې لري.

  • له جوزجانه بې‌ځایه شوی

٥٠ کلن شکرالله چې کروندګر او مالدار دى په وروستيو کې د قوش‌تپې ولسوالۍ له يوه کلي مرکز شبرغان ښار ته کډه شوى دى.

هغه اوس له خپلې مېرمنې، پنځو لوڼو او لمسيانو سره په يوه وروسته پاتې کور کې ژوند کوي.

شکرالله باشنده جوزجان
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:14 0:00

شکرالله له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"موږ د غنمو تقريباً سل منه تخم وپاشه، خو څرنګه چې باران ونه‌شو، وچ شو، زموږ غواګانې، پسونه او چرګان هم تلف شول، په دښتو کې هېڅ شى نه‌شته، هېڅ شى نه‌دي پاتې، مجبور شو چې ښار ته راشو."

د پېښو د مديريت لپاره د دولت وزير نجيب اقا فهيم روانه اوونۍ وويل، افغانستان د وچکالۍ له لويې څپې سره مخامخ دى.​

هغه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل:

"دغې وچکالۍ ٢٠ ولايتونه اغېزمن کړي، په دې پراخه جغرافيه کې ١٣ ميليونه انسانان ژوند کوي، څه باندې يو ميليون انسانان او ٣ ميليونه څاروي عاجلو مرستو، خوړو او اوبو ته اړتيا لري."

تر دې مخکې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ويلي وو، وچکالۍ ځپلو او مالدارانو ته د مرستو لپاره‌يې د ١٠٠ ميليونه ډالرو په ارزښت دوه مياشتنى پلان برابر کړى دى.​

خو له دغو ژمنو سره سره د بادغيس اوسېدونکى عبدالقيوم شکايت لري چې څه باندې مياشت کېږي چې د هرات په ختيځ کې ژوند کوي، خو تر اوسه کومه مرسته نه‌ده ورسره شوې.

نوموړي وویل:

"زه پاچاهي نه‌غواړم، زموږ لوږه ختمه کړئ، سرپناه راپيدا کړئ، نه‌غواړم چې له لوږې مړه شو، د ورځې لمر او د شپې سړه هوا وي."

افغانستان چې اقتصاد يې تر ډېره پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، وخت ناوخت د وچکالۍ له کبله اقتصادي زيانونه ګالي.

خو سږ کال له هماغه پيله د وچکالۍ د راتلو په اړه اندېښنې ولاړې شوې دي.

د دغو بې‌ځایه شویو د وضعیت د لیدو لپاره په لاندې انځورونو کلېک وکړئ:

XS
SM
MD
LG