د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

نيويارک ټايمز: افغانستان چې ناامنيو سره مخ دی، اوس له وچکالۍ سره هم دی


  • نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په افغانستان کې د وچکالۍ د ناوړه اغېز په اړه ليکلي دي.

د مقالې لیکوال وايي، افغانستان چې له څو لسيزو راهيسې له ناامنيو او تاوتريخوالي سره مخامخ دی، اوس له وچکالۍ سره هم مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګ کولو ادارې د نوي راپور له مخې په افغانستان کې د وچکالۍ له کبله دوه میليونه کسان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

ليکوال لیکي:

فکر نه‎کوي افغان حکومت دې په داسې حال کې د وچکالۍ د ستونزې حل ته لاسرسی ولري چې سياسي کړکېچونه او پراخه نا امني دوام لري.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په افغانستان کې د هغه کوچني هلک په اړه هم يوه مقاله خپره کړې ده چې پلار‎ یې پرې ډونالد ټرمپ نوم ايښی و.

په‎دې مقاله کې راغلي چې د امریکا د ولسمشر تر حد زیاته ستاينه ښايي په امريکا او شمالي کوریا کې ګټه ولري، خو په افغانستان کې دا کار خطرناک او حتی وژونکی ثابت شوی.

مقاله د هغه سړي يادونه کوي چې د امریکا ولسمشر يې دومره ستايه چې پر خپل زوی یې د هغه نوم کېښود.

د کوچني افغان ډونالد ټرمپ پلار اوس وايي چې له افغانستانه تېښتې ته اړ شوی، ځکه هلته‌یې ژوند نور خوندي نه‎دی.

دا درې ورځې وروسته له هغه چې یو افغان سړی طالبانو ځکه وواژه چې د امریکا ولسمشر ته‌يې له افغانستان سره د مرستې په خاطر د سرو زرو مډال جوړ کړی وو.

  • ډي اېن اې

د هندوستان چاپ «ډي. اېن. اې» ورځپاڼې د افغان کرکټ لوبغاړي راشد خان په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي چې د هندوستان د کرکټ ټيم پخواني کپټان سارو ګنګولي ويلي، باور لري لیګ سپېنر راشد خان د هندوستان د ملي ټيم پر وړاندې په ټېست لوبه کې مهم رول لوبولای شي.

۱۹ کلن راشد خان د يکشنبې په ورځ د انډين پریمير ليګ په لوبو کې د چنای سوپر کېنګز پر وړاندې خپل ټيم حيدراباد سن رايزرس د ۲۰۱۸ میلادي کال فاينل ته وايست.

XS
SM
MD
LG