د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

ټرمپ او پوتین راتلونکې دوشنبه د فنلنډ په پلازمېنه کې سره ګوري


د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه روسي سيال ویلادمير پوتين راتلونکې دوشنبه د فنلنډ په پلازمېنه هلسينکي کې ګوري.

دواړو لوريو د خپلو هغو اړيکو د ښه کولو ژمنه کړې چې له اوږدې مودې راهيسې ترينګلي دي.

دوى د خبرو په اجنډا کې به د اوکراين او سوريې د شخړې مسئله هم شامله وي، چې واشنګټن او مسکو په کې د مخالفو لوريو ملاتړ کوي.

دوى به د ناټو تړون پر پراختيا چې روسيه يې خپل ملي امنيت تته خطر ګڼي هم تمرکز وکړي، دغه راز به د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنو پر ادعا هم بحث وکړي.

که څه هم په منځني ختيځ کې د روسيې نفوذ محدود ګڼل کېږي، خو سوريه هغه هېواد دى چې روسيې ته په کې د برلاسي ځواک په سترګه کتل کېږي.

مسکو درې کاله مخکې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د ملاتړ لپاره دغه هېواد ته خپل پوځيان ولېږل، له هغې راهيسې د سوريې حکومت په پوځي لحاظ برلاسى ګڼل کېږي.

د امريکا متحدو ايالتونو تائيد کړې چې اسد به د زور له لارې له واک څخه نه ليرې کېږي او تمرکز به دا وي چې په هغه هېواد کې د ايران د فعاليت او د لبنان د حزب الله ډلې د پراختيا لپاره يې ظرفيت محدود شي چې د ايران متحده ډله ګڼل کېږي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټُن چې د ايران ضد دريځ لري، څرګنده کړې چې د امريکا متحد ايالتونه هيله لري، روسيه به وکړاى شي د سوريې له مسئلې ايران دباندې وباسي.

په سوريه کې وخت ناوخت د روسيې او د امريکا د پوځونو ترمنځ د پوځي عملياتو پر مهال ځينې ټکرونه هم راغلي دي.

روسیې درې کاله مخکې خپل سرتېري سوریې ته واستول.
روسیې درې کاله مخکې خپل سرتېري سوریې ته واستول.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د سوريې د شمال په هغو سيمو کې چې د امريکا پلوه کردانو په ولکه کې وې، د ملېشه وو تر حملو وروسته د امريکايي پوځيانو له خوا د روسيې ځينې اجير پوځيان وژل شوي دي.

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسيې له خوا د اوکراين د کريميا سيمې د الحاق په رسميت پېژندل نه دي رد کړي.

روسيې دغه سيمه په ٢٠١۴مېلادي کال کې لاندې کړله.

وروسته له هغې چې د اوکراين پخوانى روس-پلوه ولسمشر ويکټور يانکوويچ د پراخو مظاهرو په نتيجه کې له واک څخه وپرځول شو، په ځوابي اقدام کې روسيې د اوکراين کريميا سيمه لاندې کړله.

په هغو مظاهرو کې له غرب سره پر نېږدې اړيکو ټينګار کېده.

په عين حال کې د امريکا ولسمشر ټرمپ په وروستيو کې غوښتنه کړې چې د ناټو تړون نور غړي هېوادونه دې په دغه تړون کې زياتو پوځي لګښتونو ته اوږه ورکړي.

ولسمشر ټرمپ په وار- وار ويلي د امريکا متحده ايالتونو په دغه تړون کې تر بل هر هېواد زيات لګښت پرغاړه اخيستى دى.

هغه پر اروپايي هېوادونو انتقاد کړى چې نور لګښت ته زړه نه ښه کوي.

که څه هم ولسمشر ټرمپ ناټو تړون «منسوخ» بللى و، خو د امريکا د ادارې نورو چارواکو ټينګار کړى چې دغه پوځي تړون په اروپا کې د امريکا د پوځي موقف لپاره مهم ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG