د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۵۵

ولسمشر محمد اشرف غني نن له کابله د بلجیم پر لور وخوځېد


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن له کابله د بلجیم پر لور وخوځېد.

د ولسمشر د دفتر رئیس او ویاند، محمد هارون چخانسوري نن سهار پر ټویټر ولیکل چې ولسمشر غني به د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون کوي.

د ناټو د غړو هېوادونو مشران سبا او بله ورځ په بروکسل کې پر یو شمېر مهمو نړیوالو مسئلو د خبرو لپاره سره ګوري.

په غونډه کې یو مهم برخه‌وال د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ دی.

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر مرستیال ویاند، شاه حسین مرتضوي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، څو مسئلې به دلته مطرح شي چې له ترورېزم سره مبارزه، د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ او د اقتصادي جرمي شبکو پر ضد مبارزه ده.

په سیاسي چارو کې د ناټو د عمومي منشي مرستیال، جېمز اپاتورای په وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې د بروکسل په غونډه کې به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله له افغان امنیتي ځواکونو سره د مالي مرستو او دې هېواد ته د تازه ځواکونو د استولو پر پلان خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG