د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

امریکايي جمهوري غوښتونکي مسکو ته له خپل سفره څه تمه لري؟


د امريکا کانګرس د جمهوريت غوښتونکي ګوند ځيني غړي مسکو ته تللي.

دوى وايي، هغه مأموريت پر مخ وړي چې هدف‌يې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړيکو ښه کول او دا ارزول دي چې څلور کاله مخکې د لوېديځ تر لګول شویو بنديزونو وروسته، د روسيې اقتصاد څنګه دی؟

د کانګرس دغو غړو پرون دوشنبه مسکو ته تر رسېدو مخکې په سن پټرزبورګ کې د دغه ښار له والي ګيورګي پولتاف-چينکو «Georgy Poltavchenko» سره وکتل او د اړيکو د ښه کېدو هيله‌يې څرګنده کړه.

پولتاف-چينکو دغه هيئت ته وويل، د راتلونکي په اړه خوشبين او په ټولو برخو کې همکارۍ ته چمتو دى.

د کانګرس دغه غړي د مسکو لپاره د امريکا د سفير جان هانټسمن جونیور په بلنه روسيې ته سفر کوي.

ويل کېږي په دوى کې د ولسمشر ټرمپ ملاتړي او متحدان هم شته.

په روسیه کې د امریکا سفیر
په روسیه کې د امریکا سفیر

ټاکل شوې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جولاى پر ١٦مه د روسيې او امريکا د اړيکو د ښه کولو د هڅو په لړ کې له خپل روسي سيال ولادیمير پوتين سره وګوري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه اړيکې له څو کلونو راهیسې سړې شوې دي.

د دغه هيئت يوه غړي، سناتور جان کېنډي «CNN» ټلوېزيون ته ويلي، دوى هيله‌مند دي چې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره هم وګوري.

د امريکا کانګرس شااوخوا یو کال مخکې په اوکراین کې د لاسوهنې په خاطر پر روسیې نوي بنديزونه لګولي وو.

سناتور کېنډي وايي، دی غواړي وګوري له هغه وروسته د روسیې اقتصاد په څه حالت کې دی؟

امریکايي چارواکو ويلي وو چې روسیې د امريکا په تېرو ولسمشريزو انتخاباتو کې د لاس‎وهنې هڅې کړې وې.

ايا دا موضوع به هم د خبرو برخه وي؟

سناتور کېنډي ويلي چې دی نه‌غواړي نړيوالې ناندرۍ جوړې کړي، خو په‎دې اړه بايد ښکاره او شفافې خبرې وشي.

ده «سي. اېن. اېن» ټلوېزيون ته ويلي چې پر روسیې نه‌يوازې د امریکا په انتخاباتو کې د لاس‎وهنې تور دی، بلکې د فرانسې او جرمني په انتخاباتو او له اروپايي اتحاديې څخه د بریتانيا د وتلو په رأی کې هم ورباندې د لاس‎وهنې تورونه دي.

د کانګرس دغه پلاوی به تر راتلونکې پنجشنبې پورې په روسيه کې پاتې وي.

XS
SM
MD
LG