د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

ډونالد ټرمپ بريتانيا، سکاټلنډ، بلجيم او فنلند ته سفر کوي


ټاکل شوې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ څلورو هېوادونو، بريتانيا، سکاټلنډ، بلجيم او فنلند ته سفر وکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به څلورو هېوادونو ته سفر کوي او هلته به د سوداګرۍ پر سر د لانجو او نظامي مصارفو په اړه له خپلو سیالانو سره خبرې وکړي.

مخکې ټرمپ د امریکا له پخوانيو متحدانو سره لږه لېوالتيا ښودلې او علني يې د ناټو په نوي دفتر کې تېر کال د نړۍ مشرانو ته وويل چې دوی د دفاع په برخه کې هغومره مصرف نه‌کوي، لکه څومره چې باید وکړي او تېره مياشت‌يې په کاناډا کې د امريکا پر لوېديځو سوداګرو متحدانو ځيني تورونه پورې کړل.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د نوي سفر پر مهال به په بورکسل کې له ناټو مشرانو سره تر ليدو وروسته ټرمپ بريتانيا ته لاړ شي.

ويل کېږي چې په بريتانيا کې ښايي د ده تر ورتګ مخکې پراخ لاريونونه وشي.

ټرمپ تر دې مخکې چې دغه سفر پيل کړي، تېره اوونۍ هم د ناټو متحدانو په اړه وويل چې دوی بايد خپل مصارف پرې کول پيل کړي.

ده وويل چې امریکا بايد د ناټو ټول مصارف په يوازې سر پرې نه‌کړي.

ده د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل په اړه هم شکایت وکړ او ويې‌ويل چې امریکا د جرمني د دفاع لپاره ډېر مصرف کړی.

ده وويل:

"ما انګلا ته وويل، زه دا نه‌شم تضمينولای، خو موږ تاسې خوندي ساتلي ياست او تاسې په دې پوهېږئ، خو زه نه‌يم خبر چې موږ ستاسې د خوندي ساتلو په بدل کې څومره خونديتوب تر لاسه کوو."

په همدې حال کې ده وويل چې له پوتين سره د لیدو لپاره‌يې ټول تياری نيولی دی.

ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین
ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین

د پوتين په اړه د ټرمپ دا خبره څه معنی لرلای شي؟

متخصصين وايي، د ټرمپ دا سفر هم ښايي همغسې شي، لکه په کاناډا کې چې د ۷ متحدو هېوادونو په سرمشريزه کې د ګډون پر مهال ټرمپ د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون صفتونه پيل کړي وو.

کارپوهان وايي چې ټرمپ به یو ځل بيا د امریکا پر لوېديځو متحدانو مخامخ انتقاد وکړي چې دوی د دفاع په برخه کې کافي مصرف نه‌کوي.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د بهرنیو اړيکو شورا د څېړونکي جېمز ګولډجر له قوله ليکلي چې که ټرمپ يو ځل بیا د کېم غوندې د پوتين صفتونه وکړي او له ناټو متحدو هېوادونو سره سوړ چلند وکړي، دا به له ناټو سره د امریکا ائتلاف ته د زيان رسولو په معنی وي، ځکه ناټو نظامي ائتلاف د شوروي اتحاد له تهديدونو څخه د اروپا د خونديتوب لپاره جوړ شوی و.

ټرمپ به پر ناټو هېوادونو فشار ته دوام ورکړي چې تر ۴۲۲۰ میلادي کال پورې د خپلو کورنيو ناخالصو عوايدو دوه فيصده د دفاع په برخه کې مصرف کړي.

ټرمپ وايي، ناټو هېوادونو خپله برخه مصرف نه‌دی پرې کړی او لویه برخه مصرف د امریکا پر اوږو بار دی.

ده خبرداری ورکړی چې هېواد به‌يې د هغو هېوادونو له خونديتوبه لاس واخلي چې دی فکر کوي، خپله برخه ژمنتیا يې نه‌ده پوره کړې.

XS
SM
MD
LG