د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

سولې شورا: طالبان کولی شي د جدې او مکې مکرمې په غونډو کې ګډون وکړي


د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه چارواکي وویل چې طالبان کولی شي چې د جدې او مکې مکرمې په ښارونو کې د راتلونکې اوونۍ په غونډو کې ګډون وکړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشراکرم خپلواک ازادي راډيو ته وویل:

"موږ د طالبانو راتګ ته د جدې په کنفرانس کې د مکې مکرمې په کنفرانس کې او بلې هرې غونډې کې هرکلی وایوو او غوښتنه مو دا ده چې د دوی د مختلفو سطحو رهبري، علما یې، سیاستوال یې د رهبري غړي یې، په هرځای کې چې وغواړي په غونډو کې د افغانستان له علماوو سره، سیاستوالو سره او د حکومت له غړېو سره برخه اخېستلی شي او موږ یې هرکلی کوو."

تمه ده چې د اسلامي هېوادو د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ۳۶ اسلامي هېوادونو استازي برخه واخلي.

په‎دې غونډه کې به د افغانستان د سولې او ثبات پر لارو چارو خبرې وشي.

د سولې عالي شورا طالبانو ته د سولې په خبرو کې د ګډون بلنه ورکړه.

که څه هم ښاغلي خپلواک وویل چې د سعودي عربستان په غونډو کې د طالبان بلنه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ له سازمان سره ارتباط لري، خو ده تمه وښوده چې له طالبانو سره به ډېر ژر مخامخ خبرې پیل شي.

اکرم خپلواک
اکرم خپلواک

دی وايي:

"هغه څه چې موږ د سیمې په کچه، د نړۍ په کچه، د اسلامي نړۍ په کچه او د افغانستان په داخل کې ګورو او هغه څه ته چې موږ د طالبانو له مختلفو برخو څخه دې پروسې ته د تعهد شاهدان یوو، نو ډېر ژر هیله‎مند یو چې که خدای کول مستقیم مذاکرات به وشي."

ښاغلی خپلواک د سیمې په کچه د سولې هڅو ته په‎داسې وخت کې خوشبیني ښیې چې په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وروسته تردې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې چې تردې لیدنې کتنې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ولز له جنرال باجوه سره په اسلام‎اباد کې وکتل.

اسوشیټېډ پریس اژانس څرګندوي چې په وروستیو اونیو کې د افغانستان او پاکستان د جګ‎پوړو چارواکو له لیدنو کتنو داسې ښکاري چې د کابل او اسلام‎اباد اړیکې تر پخوا ډېر ښه شوي.

کابل هیله‎مند دی چې اسلام‎اباد د طالبانو پر مشرانو فشار راولي، څو د سولې خبرو ته چمتو شي، خو په خپله طالبان ټینګار کوي چې دوی د افغانستان د حکومت له استازیو سره د سولې خبرې نه‎کوي او له امریکایانو سره خبرو ته چمتو دي.

طالبانو تردې دمه دا اعلان هم نه‎دی کړی چې د جدې او مکې مکرمې په غونډو کې به برخه اخلي که نه؟

XS
SM
MD
LG