د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

ټایمز: د طالبانو تر ټولو ښه جنګیالي د ایران له‌خوا روزل کېږي


  • ټایمز

د لندن چاپ ټایمز ورځپانې له وسله‎والو طالبانو د ایران د ملاتړ په اړه یوه مقاله لیکلې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر ټولو ښه جنګیالي د ایران له‎خوا روزل کېږي.

ټایمز د طالبانو او افغان چارواکو په حواله لیکلي چې سلګونه طالبان د ایران په پوځي اکاډمیو کې روزنې ترلاسه کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه د ایران دا کار نه‌یوازې په افغانستان کې له امریکا سره نیابتي جګړه ښکاره کوي، بلکې د دې ښکارندويي کوي چې دا هېواد په افغان جګړه کې څومره اغېز لري.

په کوټه شورا کې د طالبانو یوه سیاسي سلاکار ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې ایراني چارواکو د دوی کسانو ته د روزنې په برخه کې دوه وړاندیزونه درلودل:

  • لومړی دا چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو اهداف په نښه کړي.
  • دوهم دا چې د داعش پر ضد د بریدونو لپاره ډېر جنګیالي برابر کړي.

اخوا د افغانستان په لوېدیځ کې د ظفر قول اردو قوماندان نورالله قادري د یکشنبې په ورځ وویل چې د فراه جګړه د سیمې د استخباراتو په خاصه توګه ایران او پاکستان له‎خوا رهبري کېږي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې د افغان حکومت د اوربند د پای ته رسېدو په اړه مقاله لیکلې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه افغان ولسمشر اشرف غني د اوربند په پای ته رسېدو سره وویل، دا کار به هر کله چې طالبان اماده شي د افغان حکومت له لوري بیا ترسره شي.

واشنګټن پوسټ لیکي د افغان حکومت او طالبانو په درې ورځني اوربند کې زرګونه طالبان ښارونو او کلیو ته داخل شول چې د سولې لپاره‌یې د افغانانو ترمنځ هیلې زیاتې کړې.

وړاندې راغلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر دوه اړخیز اوربند ۹۸ سلنه کامیابه بللی او دا کار یې د بهرنیو چارواکو له ملاتړ هم برخه‌مند شو.

  • نېشنل انټرسټ

نېشنل انټرسټ خپرونې لیکلي چې ایا د ویتنام په څېر د افغانستان کړکېچ ته هم کومه حل‎لار موجوده ده که څنګه؟

د خپرونې په لیکنه په ۱۹۷۳ کال کې په ویتنام کې د امریکايانو او کمونستانو ترمنځ موافقه وشوه او په نتیجه کې یې جګړه ختمه شوه.

نېشنل انټرسټ لیکي چې اوس ښايي طالبان له امریکایانو سره خبرو ته چمتو وي او نه‌غواړي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

خپرونه وايي، دا کار په ویتنام کې هم وشو چې په ۱۹۷۳ میلادي کال کې د خپل لوی متحد یعنې جنوبي ویتنام له پراخ حضور پرته د جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ.

خو په مقاله کې دا هم راغلي چې طالبان د ویتنام د کمونېستانو په څېر یووالی نه‎لري او ترمنځ‌یې ځیني جنګیالي شته چې خپل لوری بدلوي، نو ځکه ښايي جګړه ختمه نه‎شي.

نېشنل انټرسټ خپله مقاله په‎دې پای ته رسولې چې امریکا باید پوه شي چې په یوازې خبرې پيل کړي او له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو هر ډول موافقه هم ښايي ممکنه وي.

XS
SM
MD
LG