د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د عزیز الله کاروان د ترور او د هېواد امنیتي وضعیت په اړه د مشرانو جرګې اندېښنې


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نا امنیو زیاتېدو او په کابل کې د عزیزالله کاروان په نوم د ځانګړو ځواکونو د یو قوماندان وژل کېدل د اندېښې وړ ګڼي.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نا امنیو په زیاتېدو او د کابل ښار تر ټولو امن سیمه مکروریانو کې د عزیزالله کاروان په نوم د پکتیکا د ځانګړو ځواکونو د یو قوماندان وژل کېدل د مشرانو جرګې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې حکومت باید د ولسوالیو د سقوط او د افغان سرتېرو د تلفاتو د مخنیوي ترڅنګ د عزیزالله کاروان وژونکي هم پیدا کړي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"د تخار نه نیولې د هېواد په بېلابېلو برخو کې چې کومې نا امنۍ دي حکومت نه موغوښتنه داده چې د امنیت تامین په خاطر دې جدي اوسي، مخکي تر دې چې ساحه سقوط کوي تلفات رامنځته کېږي له هغې باید مخکي جلوګیري وشي، د عزیزالله کاروان وژل کېدل زړه بوږنوونکي پېښه ده د دې په اړه حکومت باید څېړنه وکړي او دفاعي کمېسیون ته هم دنده سپارل کېږي چې په دې اړه څېړنه وکړي."

نوموړي وویل چې په یوشمېر ولایتونو کې امنیتي پوستې په پرله پسې ډول سقوط کوي او افغان پوځیانو ته په کې تلفات هم اوړي.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي هم تېره ورځ په ځینو ولایتونو کې د امنیتي پوستو پرله پسې سقوط په اړه اندېښې ښودلې وې.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ د تخار د چاه اب ولسوالۍ د نواباد او فیض اباد د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې ېې ۱۴ سرحدي پولیس ووژل شول.

له دې مخکې د میدان وردګ ولایت د جلرېز په ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې ټول امکانات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

سربېره پر دې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل ازادي راډیو ته ویلي چې داعش جنګیالیو له څلورو خواو د دغې ولسوالۍ پر مرکزي پوستې برید کړی چې په نتیجه کې یې د ملي اردو یوشمېر سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دغو نا امنیو ترڅنګ د کابل په زړه مکروریانو سیمه کې د پکتیکا د ځانګړو ځواکونو د یو قوماندان عزیزالله کاروان وژل کېدل هم اندېښې راپارولي دي.

نوموړی دوه ورځې د کابل په مکروریانو سیمه کې ووژل شو چې مسؤلیت یې وسله والو طالبانو ومانه.

په ورته وخت کې سناتور محی الدین منصف غونډې ته وویل، اړتیا ده چې امنیتي او دفاعي ځواکونه باید تهاجي حالت غوره کړي.

نوموړي زیات کړه:

"هیله مند یو چې حکومت د تروریستانو د پېژندلو لپاره په جدیت غوره وکړي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت نه تهاجمي حالت ته راشي هر ځای چې ترورستانو حملې کړي ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي."

د افغانستان دفاع وزارت په نهو ولایتونو کې امنیتي ګواښونه مني، خو وايي چې د وسله والو مخالفینو پرضد تهاجمي عملیات روان دي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته ویلي چې دامهال په خوست، میدان وردګ، ارزګان، فراه، بادغیس، فاریاب، نیمروز او هلمند ولایتونو کې دوی نهه تهاجمې عملیات پیل کړي.

خو د پوځي چارو یوشمېر پوهان له دې ډلې زلمی وردګ ټینګار کوي چې د امنیتي ارګانونو ترمنځ باید همغږي زیاته او دغه شان افغان پوځیان دې، په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG