د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

مشرانو جرګې د امنیتي وضعیت په اړه د امنیتي ارګانونو مسؤلین ورغوښتي و


د افغانستان مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ د درې ګونو امنیتي ځواکونو مسؤلین، د جرګې عمومي غونډې ته وربللي وو چې په هېواد کې د روانو مخ په زیاتېدونکو نا امنیو په اړه، د جرګې د غړو پوښتنې ځواب کړي.

د هېواد په اکثرو ولایتونو کې د نا امنیو زیاتېدل، په ځینو سیمو کې د طالبانو لخوا د ځینو امنیتي پوستو نیول کېدل، له وسله والو مخالفینو سره په جګړو کې د امنیتي ځواکونو تلفات، د امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او د داسې نورو امنیتي پیښو رامنځته کېدل هغه پوښتنې وې چې د مشرانو جرګې غړو، د سې شنبې په ورځ د افغانستان د درې ګونو امنیتي ځواکونو له مسؤلینو نه وکړې.

مشرانو جرګې په همدې ورځ د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو د وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیالان، د جرګې عمومي غونډې ته بللي وو چې په هېواد کې دروانو ناامنیو په اړه د دوې پوښتنې ځواب کړي.

د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي چارو د کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي خپله پوښتنه داسې مطرح کړه:

محمد هاشم الکوزی
محمد هاشم الکوزی

"د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې جګړه روانه ده، ډېری ولسوالۍ د طالبانو ترحاکمیت لاندې راغلې، هره ورځ د پولیسو، ملي اردو منسوبین او عام خلک شهیدانېږي او جګړه له یوې ورځې نه بلې پراخېږي، ایا دغه جګړه دومره لویه شوه چې تاسې یې په کمولو اوبندولو کې پاتې راغلي یاست، څنګه موږ ولس ته ډاډ ورکړو چې زموږ امنیتي ځواکونه تاسې ته امنیت راوستلی شي.؟"

د کورنیو چارو وزارت له لومړي مرستیاله جانان بارکزي نه وپوښتل شول چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې غیر مسؤلو وسله والو، د وسله والو مخالفینو ترڅنګ، د خلکو ژوند ناامنه کړی او د ملي امنیت د عمومي ریاست له مرستیال عبدالصبور نه پوښتنه وشوه څه لامل دی چې استخباراتي ارګانونو نه شي کولی د وسله والو مخالفینو د بریدونو پلانونه کشف او مخنیوي ته تدابیر ونیول شي.

له دغو پوښتنو وروسته د امنیتي ارګانونو د مسؤلینو په غوښتنه د ځواب ویلو مرحله سري اعلان شوه او خبریالانو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د مسؤلینو ځوابونه ریکارډ کړي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت د ویندوی دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې هرڅومره چې په افغانستان کې له طالبانو سره دسولې خبرې تودېږي او د نړیوالو له هرکلي سره مخ کېږي، ځینې ګاونډي هېوادونه او په تېره پاکستان هڅې کوي، د افغانستان وسله وال مخالفین لا ولمسوي او تجهیزیې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"پاکستان له دغه وضعیت نه چې زموږ د دولت په اړه رامنځته شوی ناراضي دی پاکستان غواړي په دې پلمه افغانستان وګواښي چې طالبان قوي دی رول لوبوي او هم غواړي نړیواله ټولنه په دې تېر باسي چې د ترورېزم پر وړاندې له افغانستان سره همکاري کوو او همداشان هم زموږ دولت او هم نړیوالې ټولنې ته ستونزې پېښې کړي."

بل خوا ویل کېږي په پام کې ده چې د انګلستان شااوخوا ۴۵۰ سرتېري په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو په لیکو کې ګډ شي.

په دې اړه د فاع وزارت د ویندوی دفتر سرپرست ښاغلي رادمنش وویل، د افغانستان امنیتي او دفاع ځواکونه مخ په پراخېدو دي او نوي انګلیسي پوځیان به، د افغان ځواکونو د ظرفیتونو په لوړولو کې بوخت شي.

د پوځې چارو پوه باري عارض وايي، له طالبانو سره د سولې د مذاکرو په اړه، د افغانستان او د نړیوالې ټولنې هلې ځلې ښيي چې سولې ته لارې موندل کېږي د همدې له امله وسله وال مخالفین هڅې کوي چې په مذاکراتو کې امتیاز ترلاسه کړي، ځکه خپل وروستي جنګونه تاوده ساتي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG