د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

ښوونځیو ته د داعش د ګواښ له امله د پوهنې وزارت اندېښنه


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، ښوونځي د روزنې او د زده‌کړو ځایونه دي او ګواښل‌یې دیني توجیه نه‌لري.

که څه هم په افغانستان کې پوهنه له ګڼو ګواښونو سره مخ ده، خو دا ځل ورته د داعش ډلې دا ګواښ چې پر ښوونځیو به برید وکړي، د دغه هېواد د پوهنې وزارت اندېښمن کړی دی.

دغه وزارت د امنیتي ګواښونو له امله د ښوونځیو تړل د اندېښنې وړ ګڼي او ټینګار کوي چې ښوونځی د ښوونې او روزنې ځای دی او باید له سیاسي لاس وروړنو خوندي وي.

مجیب مهرداد
مجیب مهرداد

د دغه وزارت ویاند مجیب مهرداد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ بیا بیا د رسنیو له لارې وسله‌والو مخالفینو ته پیغام ورکړ چې له پوهنې سره کار ونه‌لري، ځکه د افغانستان پوهنه له جنګ او سیاست سره اړیکې نه‌لري، په ټوله نړۍ کې د جنګ د قوانینو له مخې، پوهنه ملکي برخه ده او باید له هر ډول سیاسي لاس وروړلو خوندي وي."

دغه وزارت له وسله‌والو مخالفینو او په تېره د داعش له ډلې غواړي چې د جنګ له اصولو سره سم ښوونځیو ته چې له جنګ او سیاسته لیرې دي، لاس ورنه‌وړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د پوهنې وزارت په خبره، اوس په ټول هېواد کې شااوخوا ۵۰۰ ښوونځي تړلي دي.

د دغه وزارت په تازه سروې کې راغلي چې ښوونځیو ته د تګ جوګه ۳،۷ میلیونه ماشومان چې ۲،۲ میلیونه‌یې نجونې دي، له زده‌کړو بې‌برخې دي.

په دغه سروې کې چې د افغانستان د پوهنې وزارت، د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې، یونېسف او سامویل هال نړیوالې ادارې له‌خوا په یوه کال کې بشپړه شوې، ویل شوي چې له یوه ځای نه بل ځای ته کډه کېدو او له وخته مخکې ودونو، ښوونځیو ته د ماشومانو پر تللو اثر کړی دی.

د دې تر څنګ د ښځینه ښوونځیو او په ښوونځیو کې د روزنې د لازمو اسانتیاو نشتوالی او ناامنۍ نور لاملونه دي چې په جنګ ځپلو سیمو کې یې د روزنیزو خدمتونو په وړاندې کولو منفي اغېر کړی دی.

په یاده سروې کې دا هم راغلي چې جنسیتي تبعیض هم لامل شوی چې په ناامنو ولایتونو لکه کندهار، هلمند، میدان وردګ، پکتیکا، زابل او ارزګان کې ۸۵ فیصده نجونې ښوونځيو ته ولاړې نه‌شي.

په دې وروستیو کې داعش ډلې په یوې اعلامیه کې ویلي چې په ننګرهار ولایت کې به پر ښوونځیو برید وکړي.

دغه ګواښ د پوهنې وزارت د هغو نجونو د شمېر د زیاتوالي په اړه چې له زده‌کړو بې‌برخې دي، اندېښمن کړی دی.

دغه وزارت له امنیتي بنسټونو غواړي چې د ښوونځیو او په تېره د نجونو د ښوونځیو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

له ډېرو هڅو سره سره ونه‌توانېدو چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر ولرو، خو د دفاع وزارت وايي، دمګړۍ په ننګرهار ولایت کې د نصرت عملیات روان دي او د هېواد دښمنانو ته به اجازه ورنه‌کړي چې په هېواد کې ښوونه او روزنه د خپلو هدفونو قرباني کړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان دفاعي ځواکونو تل د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپل مسؤلیت اداء کړی او دا یو پور دی چې موږ یې ترسره کوو، اوس د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او نورو ولسوالیو کې د نصرت عملیات پر مخ وړو، دغه ټول ګواښونه تبلیغاتي دي، خلک ترې نه‌ډارېږي او نه‌يې په پام کې نیسي."

په ورته وخت کې دیني عالمان وايي، ترهګر د افغانستان د خلکو دښمنان دي او د پردیو په لمسون له هرې لارې چې وکړای شي، غواړي هېواد ته زیان ورسوي.

دغه عالمان وايي، د علم زده‌کړه په اسلام کې فرض ده، خو وېره اچوونکي په خپل دغه عمل سره ښيي چې دین ته درناوی نه‌لري او د پردیو د اهدافو په خاطر ترې ناوړه ګټه اخلي.

د ښوونیزو او روزنیزو چارو پوه صدیق پتمن له امنیتي بنسټونو غواړي چې د ښوونځیو خوندیتوب ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG