د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۳

بریتانیا ته د افغان حکومت د اجرائیه رئیس د سفر اصلي اجنډا او هدف!

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د بریتانیا له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان او سیمې په وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

اجرائیه رئیس په لندن کې د بریتانیا د ملي امنیت سلاکار، د وسله‎والو ځواکونو او د ګډو ګټو په چارو کې د بریتانیا د دولت د وزیرانو او د هغه هېواد رسنیو سره د افغانستان او سیمې په حالاتو خبرې کړې دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم ازادي راډيو ته وویل، عبدالله عبدالله د سفر په جریان کې د هغه هېواد له لومړۍ وزیرې مېرمن ترزا مې سره هم ګوري.

  • دا چې بریتانیا ته د افغان حکومت د اجرائیه رئیس د سفر د هدف اصلي اجنډا څه ده؟
امید میثم
امید میثم

ښاغلي میثم وویل:

"هغه مهم موضوعات چې د بریتانیا له چارواکو سره پرې بحث کېږي؛

  • د بریتانیا د مرستو درناوی.
  • د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او ټینګښت.
  • له ترورېزم سره مبارزه.
  • له افغانستان سره د بریتانیا د نظامي او غیر نظامي مرستو ډېروالی.
  • د افغان ځواکونو تجهیز.
  • د هېواد د اقتصاد او د بې‌وزلۍ کموالی هغه مهم موضوعات دي چې بحث پرې کېږي."

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» په یو درې ورځني سفر بریتانیا ته لاړ.

د اجرائیه ریاست نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، د بریتانیا د ملي امنیت د سلاکار مارک سیډول سره په لیدنه کې اجرائیه رئیس د افغانستان په سوله او ثبات کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول او په خپل وخت د افغانستان د ولسي جرګې، د ولسوالیو د شوراګانو او ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د بریتانیا د ملي امنیت سلاکار مارک سیډول سره
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د بریتانیا د ملي امنیت سلاکار مارک سیډول سره

په اعلامیه کې راغلي دي چې د بریتانیا د ملي امنیت سلاکار افغان پلاوي ته د بریتانیا د اوږد مهاله مرستو ډاډ ورکړ.

د افغانستان په ناامنۍ د تورن پاکستان او بریتانیا اړیکو ته په کتو د نړیوالو چارو کارپوه لطیف نظري وايي، افغان حکومت ته ښايي چې له داسې سیاسته کار واخلي چې بریتانیا عملاً په افغانستان کې مرستو ته لېواله کړي.

ښاغلي نظري زیاته کړه:

"د بریتانیا ښه پاملرنه زموږ د دولت په ډیپلوماسۍ پورې اړه لري چې وکولای شو د خبرو اترو او تګ راتګ له لارې هغه هېواد په‎دې باوري کړو چې په افغانستان کې بې‌ثباتي یو ځل بیا د غربي هېوادونو له ډلې د بریتانیا ګټې له ګواښ سره مخ کوي، دا مهم ټکی دی چې بریتانیا داسې مرستو ته وهڅوي چې له افغانستان سره هر اړخېزې جدي مرستې ولري."

ښاغلی نظري وايي، بریتانیا د افغانستان سره یو مهم مرسته کوونکی هېواد دی چې ښه پاملرنه‌یې کولای شي د افغانستان لپاره اغېزمن واقع شي.

دی وايي، د افغان چارواکو سفرونه تر ډېره نمایشي بڼه لري، خو په وینا يې ښه ډیپلوماسي کولای شي چې بهرني هېوادونه په‎دې معتقد کړي چې خپلې ګټې د افغانستان په سوله، ثبات او پرمختګ کې ولټوي.

راپور: یوسف ځدراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG