د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۷

په افغانستان کې د ناامنیو په زیاتېدو د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون اندېښنې

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون په هېواد کې د ناامنیو په زیاتېدو اندېښنه ښيي او حکومت په بې‌غورۍ تورنوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، امنیتي او دفاعي بنسټونه د ولایتونو او ولسوالیو د ژغورنې لپاره په وخت اقدامات نه‌تر سره کوي.

د یاد کمېسیون منشي شکېبا هاشمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۹» ازادي راډيو ته وویل، امنیتي او دفاعي بنسټونه تل له هغې وروسته چې ولایت او ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ شي، اقدام کوي.

د نوموړې په وینا، له همدې کبله د افغان ځواکونو تلفات او امنیتي ګواښونه ډېر شوي دي.

شکېبا هاشمي وایي:

"په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی، په تېره د افغانستان شمال لوري ته او دوی «امنیتي بنسټونه» هغه وخت تدابیر نیسي، کله چې یو ولایت د سقوط تر کچې ورسېږي، مونږ وینو چې ورته پېښې په فراه، بغلان، غزني او فاریاب کې لیدل کېږي، وروسته له دې چې دښمن قوي شي او افغان ځواکونو ته تلفات ورسېږي، دوی اقدام کوي چې دا د حکومت څو کلنه ستونزه ده."

مېرمن هاشمي وايي، دا وخت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د هغې له ډلې په تخار، بغلان، غزني، فاریاب او سرپل کې ناامنۍ پراخې شوي چې د نوموړې په وینا، که امنیتي بنسټونه جدي اقدام ونه‌کړي، دا ولایتونه به له سقوط سره مخ شي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې وسله‌والو طالبانو تېره ورځ د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ باندې حمله وکړه.

له دې وړاندې هم دغې ډلې د الخندق عملیاتو له اعلان سره په غزني، بغلان، فاریاب، زابل او هلمند ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړی دی.

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم په داسې حال کې چې د فراه په اړه ورته اندېښنې څرګندېدې، وسله‌وال طالبان د فراه مرکز ته ورسېدل او د څو ساعتونو لپاره‌يې د یاد ولایت یو شمېر دولتي ادارې ونیولې.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه تل د خپل هېواد څخه دفاع ته چمتو دي او همدا اوس هم تر ګواښ لاندې په ټولو ولایتونو کې د دوی عملیات روان دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دې وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل:

"موږ په ټول هېواد کې د دښمن په ځپلو لګیا یوو، په دغو ولایتونو کې چې تاسې یاد کړل، مونږ همدا اوس خپل عملیاتي پلان تطبیقوو چې د دغو عملیاتو له تطبیق سره به دښمن ته سخته ضربه ورسېږي."

ښاغلی رادمنش وايي، د ملي اردو ځواکونو په تخار ولایت او همدا ډول په المار، بلچراغ، شیرین تګاب او د فاریاب په خواجه سبزپوش ولسوالیو کې عملیات پیل کړي دي.

د امنیتي اندېښنو او ګواښونو له زیاتېدو سره د پوځي چارو افغان پوه عتیق‌الله امرخېل وايي، کمزوری مدیریت، د امنیتي او کشفي بنسټونو ترمنځ نه‌همغږي او د حکومت خپل‌منځي اختلافات، د دې سبب شوي دي چې د دولت وسله‌وال مخالفین د ښارونو تر څنډو جګړه پراخه کړي.

راپور: یوسف ځداراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG