د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

یوناما: د افغانانو د هغو ارادو ملاتړ کوو چې د سولې د خبرو پیل غواړي


د سولې ولسي کاروان د ملګرو ملتونو سازمان دفتر مخ ته پرلت پیل کړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

ملګري ملتونه وايي، د افغانانو د هغې ارادې ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو پیل غواړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، د اوربند د غځېدو او د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغانانو د ارادې ملاتړ ته ژمن دی.

یوناما پرون یکشنبه دا خبره په ټویټر کې لیکلې ده.

په ټویټ کې دا هم راغلي چې یوناما د سولې ولسي حرکت ته ښه راغلاست وايي او دروازې یې ورته خلاصې دي، څو د اوربند په دوام او د سولې د خبرو په پيل خبرې وکړي.

د سولې ولسي حرکت غړیو په کابل کې د یوناما مخ ته درې ورځنۍ ناسته پرون یکشنبه پیل کړه.

د دغه حرکت مشر اقبال خېبر پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، ملګري ملتونه باید له دې وروسته د افغان جګړې د مهار لپاره ښکاره هڅې وکړي.

دی زیاتوي:

"همدا اوس هم ډېر ښه فرصت دی چې ملګري ملتونه خپل رول ولوبوي. ښکاره منډې وکړي د امن لپاره د ثبات لپاره. پر طالبانو له مختلفو لارو فشار رامنځته کړي. د ګاونډيانو د مهارولو لپاره له خپل فشاره استفاده وکړي چې په افغانستان کې یې جګړه روانه کړې ده. له هغه وروسته به خبرې اترې خوند هم وکړي او نتیجه به هم ورکړي."

ښاغلي خېبر وویل، د ملګرو ملتونو تر دفتر وروسته به د هغو هېوادونو د سفارتونو مخ ته هم درې درې ورځې تېرې کړي چې په ښکاره او پټه په افغانستان کې لاس‎وهنې کوي.

په ملګرو ملتونو سربېره په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن هم وايي چې هڅې روانې دي، څو په طالبانو نفوذ لرونکي هېوادونه وهڅول شي چې هغوی د سولې خبرو ته راوبولي.

هغه هیله ښکاره کړه چې پاکستان طالبان وهڅوي څو اوربند وکړي او خبرو ته حاضر شي.

جنرال جان نیکلسن
جنرال جان نیکلسن

نیکلسن زیاته کړه:

"موږ ډېر هیله‎مند یو. موږ فکر کوو چې اوس له یوه قوي نړیوال ملاتړ برخمن وخت لاسته راغلی دی. په دغه نړیوال ملاتړ کې له پاکستان سره د یوه ډیالوګ مخته وړل هم شاملېږي.«د پوښتنې په ځواب کې وايي» ښکاره ده چې د هغوی رول ځکه مهمه دی چې ډېر طالبان په پاکستان کې دي. نو هیله من یو چې هغوی یو مثبت رول ولوبوي او طالبان وهڅوي څو اوربند وکړي او د سولې خبرې مخته یوسي."

جنرال نیکلسن پرون یکشنبه ننګرهار ته تللی و او د سولې او ثبات په تړاو یې خبرې وکړې.

په افغانستان کې د سولې د راتلو او د اوربند د ټینګښت لپاره په‎داسې حال کې په ملي او نړیواله کچه هڅې روانې دي چې د اختر په شپو او ورځو کې افغان حکومت او طالبانو اوربند وکړ او له تود هرکلي سره مخ شول.

که څه هم اوربند د طالبانو له‎خوا ونه غځېد او ویې ویل چې د افغان او بهرنیو پوځیانو په وړاندې عملیات جاري ساتي، خو بیا هم د اوربند د ټينګښت او د سولې د راتلو لپاره د عامو خلکو هیلې نه دي ماتې شوې.

صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG