د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۶

موحد: د مخدره موادو په قاچاق کې۴۰سلنه زیاتوالی راغلی

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې عدليي او قضايي مرکز وايي چې په تېرو درې میاشتو کې د تېر کال د وروستۍ ربعې په پرتله د مسکراتو او مخدره موادو په قاچاق کې ۴۰ فیصده زیاتوالی راغلی.

د دغه مرکز ویاند خالد موحد د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې په یاده موده کې په ټول افغانستان کې په ۱۸۶قضیو کې ۲۳۰ تنه چې په هغه کې ۱۳ ښځې ۲ بهرني اتباع ۹ د امنیتي خدمتونو مسولین له مخدره موادو سره د مبارزې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

احمد خالد موحد
احمد خالد موحد

"د هغو کسانو له ډلې چې نیول شوي ۶۷ یې غوښتل په خېټو او یا سفري بکسونو کې مخدره مواد د کابل له هوايي ډګره، هندوستان او عربستان ته انتقال کړي، همداشان له مخدره موادو سره ابتدایي او استېناف محکمو د یوې ښځې په ګډون ۱۷۹تنه د مخدره موادو د قاچاق د ۱۳۶ قضیېو په تړوا نیولي چې په علني محکمو کې تر ۲۰ کلونو به حبس محکوم شوي دي."

نوموړی زیاتوي چې کابل د ۹۱ او ننګرهار د ۳۳ قضیو په درلودلو سره د نوملړ په سر کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۶کال کې په ټول افغانستان کې د ۲۱۸ تنه چې ۹ یې امنیتي مسولین، شپږ یې ښځې او ۲یې ایراني وګړي و په۱۷۷ قضیو کې د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي و.

په افغانستان کې یوشمېر حکومتي او نا حکومتي بنسټونه له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې فعالیت لري چې د راپورونو له مخې د یادو بنسټونو پروګرامونه ډېر ګټور نه دي ثابت شوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې له مخدره موادو سره د مبارزې کمېسیون غړی چمن شاه اعتمادي وايي، هغه پروګرامونه چې د مخدره مواود پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې روان دي، تراوسه یې کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه پروګرامونه چې تر اوسه په افغانستان کې د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې روان دي، له بده مرغه دا ټول یوه ناکامه پروسه ده، د یو مقدار مالي بودجې له مصرف پرته افغانستان ته کومه لاسته راوړنه نه لري، په ټول هېواد کې د مخدره موادو د کښت په ځمکه، د مخدره موادو په قاچاق او د معتادینو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې دا ټول له مخدره موادو سره د مبارزې د ناکامي نښې دي."

نوموړی مخدره موادو ته د تقاضا زیاتوالی او ورته اسان لاس رسی او دغه شان بېوزلي، بیکاري او ناامني په هېواد کې د مخدره موادو د قاچاق د ډېروالي عمده لاملونه بولي.

ښاغلی اعتمادي له حکومت غواړي چې خلکو ته د دغه ناوړه بوټي د کرلو د مخنیوي لپاره بدیل کښت رامنځ ته کړي.

راپور: رحمت الله افغان

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG